د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د ايټاليا پوځيان به د ٢٠١٦م کال تر پايه په افغانستان کې وي


ايټالوي پوځيان
ايټالوي پوځيان

ايټاليا به د ۲۰۱۶م کال تر پايه خپل ځواکونه په افغانستان کې پریږدي. مخکې ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۶م کال تر پايه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او يواځي ۱۰۰۰ کسه به د امریکا د سفارت او کونسلګريو د امنيت لپاره په دې هیواد کې پاته شي

لومړی ټاکل شوې وه چې نيمايي بهرني ځواکونه له افغانستان د ۲۰۱۵م کال تر پایه ووځي. خو وروسته له هغه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته سفر وکړ او د امريکا له ولسمشر بارک اوباما څخه يې وغوښتل چې خپل ځواکونه په افغانستان کې د ۲۰۱۶م کال تر پايه پريږدي، دا پرېکړه بدله شوه.

ايټاليا د افغانستان په هرات ولايت کې ۷۰۰ سرتيري لري. دغه هيواد مخکې ويلي وو چې خپل ځواکونه به په افغانستان کې د ۲۰۱۵م کال د ډسمبر تر ۳۱ مې پاته کوي او وروسته به ګوري چې څه وکړي.

له هغه وروسته، د راپورونو له مخې، ايټاليا هم له دې پرېکړې سره هوکړه کړې ده. د راپورونو له مخې، د ايټاليا صدر اعظم ماتيو رينزي د دې هيواد د استخباراتو په پوهنتون کې د خبرو پر مهال ويلي:

ډېر احتمال شته چې موږ به په افغانستان کې د خپلې ژمنې په اړه بیا غور کوو حتی تر هغه ضرب الاجل وروسته چې موږ ځانو ته ټاکلی وو

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي چې د ۲۰۱۶م کال وروسته به تر خپل اوسني پلان نه تيريږي او په افغانستان کې پاتې پوځي اډې به د ۲۰۱۶م کال تر پايه وتړي او په دې هيواد کې پاتې امریکايي سرتيري به د همدې کال تر پايه وباسي.

سپينې ماڼۍ پرېکړه کړې ده چې شا او خوا ۵۰۰۰ اضافي بهرني ځواکونه به په افغانستان کې پاته کړي ځکه چې د امريکا پوځي قومندانانو هم دا غوښتنه کړې وه.

که څه هم اوباما ويلي وو چې افغان امنيتي ځواکونه اوس کولی شي چې د طالبانو پر وړاندي د خپل هيواد دفاع وکړي، د راپورونو له مخې، امریکايي قومندانانو په افغانستان کې د جګړې روان فصل ډېر له خطره ډک بللی دی.

XS
SM
MD
LG