د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

ولسي جرګه نن ۱۶ کاندید وزیرانو ته رایه اچوي


ټاکل شوې چې نن (شنبه) د افغانستان ولسي جرګه د حکومت د ۱۶کاندیدانو په اړه رایې ګیري وکړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال لږترلږه دوې اونۍ وړاندې شپاړس کاندیدان؛ رسماً ولسي جرګې ته ور وپيژندل؛ خو نن د یوازې ۱۶کاندیدانو په نوم د رایو صندوقونه ایښودل کیږي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نظیر احمدزي پرون ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاندید عبدالباری جهاني ستونزه هم تر ډېره هواره شوې او ښايي چې ښاغلي جهاني ته هم نن د رايوو صندوق کېښودل شي."

نظیر احمدزي زیاته کړه چې د کاندیدانو په اړه یې څیړنې بشپړې شوې او د رایې اچوونې د بهیر لپاره ټول اساسي کارونه ترسره شوي دي.

دا دوهم وار دی چې د افغانستان ولسي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ور معرفي شویو کاندیدانو ته رایه اچوونه کوي. ولسي جرګې تېر وار له ۲۵ کاندیدانو څخه یوازې ۸ تنو ته د باور رایې ورکړې.

ولسي جرګې تېر وار لږترلږه ۱۷ کاندیدان په تحصلي اسنادو کې د ستونزو؛ دوه ګوني تابعیت او داسې نورو مسایلو له امله رد کړل.

د ښاغلي غني له لوري یو کاندید له دې امله رد شوی و چې د نړېوالو پولیسو یا انټرپول تر تعقیت لاندې و.

زیات افغانان له دې چې په افغانستان کې د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت پر جوړیدو ۹ میاشتې وتلي؛ خو لا تر اوسه د حکومت تشکیل نه دی بشپړ شوی؛ شکایت کوي او د راتلونکې په اړه اندیښنې لري.

د ازادي راډیو یو شمیر اوریدونکي وايي چې دې مسالې حتی پر راتلونکې ثبات د خلکو باورکم کړی او د امنیت خرابېدوته یې زمینه برابره کړې ده.

خو په ولسي جرګه کې د نن ورځې له رایې ګیري سره هم د حکومت د تشکیل بشپړېدو ته غالباً لا ډير وخت پاتې دی؛ ځکه یو شمېر رپوټونه وايي چې د حکومت دواړه مشران لا هم د ملي دفاع د وزیر او د پوځ د لوي درستیز پر انتخاب موافقې ته نه دي رسیدلي.

دا چې د ملي دفاع وزارت او د لوی درستیز چوکۍ ته کاندیدان به څه وخت وټاکل او ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي؛ لا نه ده څرګنده.

XS
SM
MD
LG