د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د ننګرهار په چاودنه کې ۳۳ تنه وژل شوي او سل نور ټپیان دي


د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوې چاودنې په لسګونو کستانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي؛ د نن سهار له چاودنې درې دېرش مړي او څه باندې سل ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

ډاکټر نجیب الله کامه وال آزادي راډیو ته وویل چې د جلال آباد ښار په مخابراتو چوک کې د دې چاودنې تلفات زیات دي او ټپیان پر دولتي روغتون سربېره شخصي روغتونونو ته هم انتقالیږي.

اخوا د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد آزادي راډیو ته وویل چاودیدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او کیدای شي د پيښې تلفات زیات شي.

وسله والو طالبانو په دې چاودنه کې د لاس لرلو خبره رد کړې ده.

پخواني معلومات:

په جلال آباد ښار کې نن سهار په یوه چاودنه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر لطف الله زریاب په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار په مخابراتو چوک کې شوې ده.

د ښاغلي زریاب په خبره چاودیدونکي مواد د کابل بانک دروازې ته مخامخ په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځاي شوي وو چې ګڼ شمیر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې؛ خو لا یې دقیقه شمېره نه ده معلومه.

په سیمه کې د آزادي راډيو د خبریال د راپور له مخې د ګڼ شمېر کسانو د کالیو او بوټانو ټوټې لیدل کیږي او یو شمیر یې روغتونو ته د وړلو په حال کې دي.

اخوا د جلال آباد ښار په یوې بلې سیمه کې هم چاودنه شوې؛ خو تر اوسه یې جزییات نه دي روښانه شوي.

XS
SM
MD
LG