د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د افغانستان لوی درستیز په پاکستان کې دی


د افغانستان لوی درستیز سترجنرال شېر محمد کریمي د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه چې تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې وشوه؛ د پاکستاني رسنیو په وینا، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو د امنیت موضوع وڅیړل شوه او په دفاعي برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو او د اړیکو د پراخېدو پر موضوعاتو خبرې وشوې.

د افغانستان لوی درستیز په داسې ورځ د پاکستان له لوی درستیز سره د دوه اړخیزه همکاریو پر مسالې وغږېد چې په بلوچستان کې پاکستاني پوځیانو فرانس پریس اژانس ته وویل چې د افغانستان سرحد ته نژدې یې د افغان مهاجرو د روغاني په نوم کمپ کې یو لادن موټر چې ۱۲۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد په کې وو؛ ونیو.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو ویاند منظور احمد وویل چې د دې پیښې په تړاو یې دوه تنه نیولي دي؛ خو ده د کومې ډلې یا هېواد نوم وانخیست چې په دې پیښه کې دې لاس ولري. د سرحدي ځواکونو ویاند وویل چې له نیولو شویو کسانو تحقیقات روان دي.

د افغانستان د لوی درستیز د پاکستان سفر دوه ورځنی دی چې نن به پای ته ورسیږي. دا په نژدې څلورو میاشتو کې د سترجنرال کریمي د پاکستان دوهم سفر دی. تېر ځل په ډسمبر کې دی پاکستان ته وروسته تر دې ولاړ چې په پیښور کې طالبانو پر پوځي ښوونځي حمله وکړه او ۱۵۰ کسان یې ووژل چې اکثر یې زده کوونکي وو.

د همدې پیښې په تړاو بیا افغانستان پنځه مشکوک کسان ونیول او پاکستان ته یې وسپارل.

تمه ده چې سترجنرال کریمي نن د پاکستان په مهم پوځي مرکز کاکول کې د یوې غونډې مشر میلمه وي. د پاکستان د پوځ پخواني چارواکي سعد محمد خان ازادي راډیو ته وویل چې دا لومړی ځل دی چې د افغان ملي اردو یو مشر د کاکول په روزنیز مرکز کې د مشر میلمه په توګه ګډون کوي.

د سعد محمد خان په باور د دې سربیره چې ګڼ افغانان پر پاکستان باور نه کوي؛ ولسمشر اشرف غني راوړاندې شوی دی او له پاکستان سره یې د ښو اړیکو د ټنګېدو عزم کړی دی.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې ښې شوي دي او افغان حکومت د فبروري په میاشت کې شپږ تنه د پوځي روزنې لپاره پاکستان ته واستول چې دوی ته د پاکستان په پوځي اکاډیمۍ کې روزونه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG