د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د "پن" نړېوالو موسسې د بیان د ازادي جایزه خدیجه اسمعیلووا ته ورکړه


په امریکا کې د "پِن" PEN نړیوال مرکز سږکال د بیان ازادۍ لپاره خپله کلنۍ جایزه د ازادي اروپا / ازادي راډیو د زنداني خبریالې خدیجه اسمعیلووا په نوم کړه.

اسمعیلووا ته دا معتبره جایزه د بیان او لیکنې د ازادي لپاره ورکول کیږي.

د پن اداره دا جایزه هرکال د نړۍ هغو خبریالانو ته ورکوي چې د بیان ازادي ته د کار لپاره محاکمه یا زنداني شوي وي.

خدیجه اسمعیلووا په اذربایجان کې د ازادي اروپا / ازادي راډیو خبریاله وه او په پرله پسې ډول یې په اذربایجان کې د ولسمشر الهام علییف د کورنۍ او هلته د اداري فساد د اړیکو په اړه ځیړنیز رپوټونه جوړول.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو مشر نیناد پيچ د پن د ادارې دا اقدام ستایلی دی او ویلي یې دي چې دا پرمختګ څرګندوي چې د خدیجه اسمعیلووا کار هڅو څومره اهمیت درلود او د هغې زنداني کېدل یو غلط اقدام دی.

نیویارک ټایمز د پنجشنې په ورځ په دې اړه لیکلي وو:

"اسمعیلووا ته د دې جایزې ورکول کیدل؛ په اذربایجان کې له بشري حقونو د روانو سرغړونو او په دې هېواد کې د بیان پر ازادۍ د لګیدلو بندیزونو پر ضد؛ د نړیوال ږغ د اوچتېدو سره مرسته کوي."

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه لیکلي:

"دا چې د بیان د ازادۍ ته د کار لپاره، خدیجه اسمعیلووا ته جایزه ورکول کیږي؛ په اذربایجان کې د استبداد زیاتېدو ته د نړیوالو پام اړوي."

خدیجه اسمعلیووا د 2014 میلادي کال د ډسیمبر په پینځمه؛ د اذربایجان په مرکز باکو کې ونیول شوه او څه باندې دوې میاشتې مخکې؛ د بندو دروازو شاته محاکمه شوه.

پر خدیجه اسمعلیووا تېره میاشت په محکمه کې تور پورې شو چې حکومت ته یې مالیه نه ده ورکړې؛ غیرقانوني تجارتي فعالیت یې کړی او له خپله نفوذه یې ناوړه کار اخیستی دی.

خدیجې دا تورونه غلط بللي، رد کړي یې دي او وايي چې د سیاسي دلایلو له امله نیول شوې ده.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو مشرتابه د خدیجه اسمعیلووا نیول کېدل غندلي او پر هغې لګیدلي تورونه له حقیقته لري ګڼي.

د اذربایجان په مرکز باکو کې د ازادې اروپا / ازادي راډیو سیمه ییز دفتر د 2014 میلادي کال د ډسیمبر په شپږویشتمه وتړل شو.

خدیجه اسمعیلووا ته به د امریکا د پن مرکز له خوا دا جایزه؛ د مې میاشتې په پينځمه په نیویارک کې وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG