د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

په ننګرهار کې انتحاري حملې ۱۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د مخابرات چوک ته څيرمه د کابلبانک دروازې مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان وژونکی حمله وشوه.

د ننګرهار امنيه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد د پيښې په ځای کې ازادۍ راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه ویشت تنه وژل شوي او پنځوس تنه نور زخميان شوي دي:

"کله چې ملکي خلکو معاشونه اخیستل یوه ځانمرګی ځان ته انفجار ورکړ؛ په نتجه کې دوه ویشت تنه وژل شوي او پنځوس تنه زخميان شوي دي او بل موټر سایکل کې چې انفجاري مواد ځای پرځای شوي و؛ هغې ته موږ چاودنه ورکړه."

بلخوا د ننګرهار د روغتيا رييس ډاکټر نجیب کاموال ازادۍ راډيو ته وویل چې له دې پيښې څخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته درې دیرش جسدونه او څه باندې سل تنه زخميان وروړل شوي:

"د نننۍ حادثاتونه موږ ته درې دیرش جسدونه راوړل شوي او د زخميانو شمېر لا دقیق نه دی؛ خو څه باندې سل تنه زخميان راوړل شوي دي ټول ډاګټران د هغوی په درملنه بوخت دي."

نوموړی وايي د زخميانو درملنې لپاره دوی ټول امکانات په کار اچولي خو په خبره يې د ځينو زخميانو وضعیت نازک ښودل شوی.

په ورته وخت کې په لسګونو ځوانان د ننګرهار مرکزي روغتون مخې ته په قطار ولاړ و او غوښتل يې د زخميانو د درملنې لپاره خپله وینه صدقه کړي.

دوی له وسله والو وغوښتل چې وینه مه تويوئ او د بل مسلمان ژوند وژغورئ:

"نوم مې شفیع الله دی. محصل یم یو ځای کې میلمانه وو، خبر مې واوریده چې چاودنه شوې ده ډير په تیزې راغلم چې وینه ورکړم دلته ډير ځوانان په احساس راغلي دي.

خیرالله : راشه وروره دا وګوره ټول مړي وګوره دوی چاته بد رسولي دي عام خلک پراته دي که اردو دی هم زموږ وروڼه دي موږ ريیس جمهور نه غواړو،چې نور دا قتل عام بند کړي موږ څه کړي چا سره مو ظلم کړی دی.

امید: دا خو هیڅ د انسان او اسلامي کاروايي والله که وي خدای دې ورته هدایت وکړي."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو سره په ټلیفوني اړیکه کې یاده پيښه غندلې او په خبره يې د دوی ملګري په کې لاس نه لري.

خو شاهد الله شاهد چې ځان د اسلامي خلافت ډلې ویاند معرفي کوي؛ د دې پيښې مسوولیت په غاړه اخیستی.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG