د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د سولې د خبرو پیلېدو ته خوشبیني زیاتې شوي


د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي هیله ښيي چې ډیر ژر به د سولې د خبرو د عملي پيل شاهدان وي.

د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وایي؛ د افغانستان پر وړاندې د پاکستان وروستیو نیکو نظرونو او د وسله والو مخالفانو په موقف کې نرمښت هغه پرمختګونه دي چې دوی یې د سولې د خبرو پيل ته هیله من کړي دي.

ښاغلی قاسمیار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ دا خوشبینۍ او هیلې هغه وخت لا ښه معنی ورکولای شي چې د سولې خبرې عملا پيل شي:

"په دې برخه کې پرمختګونه را منځته شوي دي؛ په دې معنی چې پاکستان هم د نیک نیت څرګندونې کړې دي؛ خو له دې ټولو سره زموږ خوشبیني هغه وخت معنا ورکوي چې د خبرو د پیل شاهد وو؛ موږ د دې لپاره خوشبینه یو چې د تل پاتې او جامع سولې په لوري روان یو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د اروپایي ټولنې سفیر په خپلو تازه خبرو کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې لپاره د خبرو په تړاو خوشبیني ښودلې ده.

"فرانس مایکل میلبن" ویلي، د طالبانو پر وړاندې د پاکستان له خوا د کړنلارې بدلون د دې سبب شوی چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته علاقه ښکاره کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د اروپایي ټولنې د دې چارواکي خوشبیني تر یوه حده د واقعیتونو انعکاس کوونکي بولي او وایي، د سولې لپاره د دواړو خواوو علاقمندي د ټولو هېوادوالو لپاره خوشبیني پیدا کړي دي.

له دې سره چې ټاکل شوې وه، د وسله والو مخالفانو سره د حکومت له خوا د سولې خبرې په تېره میلادي میاشت کې پیل شوې وای؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله تر اوسه دا خبرې نه دي پیل شوي.

د چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایي؛ افغان حکومت باید د پاکستان د رول په اړه له احتیاطه کار واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه اکبر اوریا ازادي راډيو ته وویل؛ پاکستان د ضرورت په اساس اقدامات کوي او اوس د سولې پروسې سره د مرستې پرته بله لار نه لري:

"د پاکستان له لوري چې دا خوشبیني ایجاد شوې؛ باید افغان حکومت ورسره په اختیاط چلند وکړي؛ ځکه د نویو بدلونو لپاره پاکستان مجبور دی چې په اسیا کې د اقتصاد په برخه کې د ځان د ثابتولو لپاره داسې څه وکړي؛ دا کومه ډالۍ او تحفه نه ده؛ بلکې یو سیاست دی."

نوموړی وایي، که پاکستان د افغانستان په وړاندې منفي رول ته دوام ورکوي؛ دا کار د پاکستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د ښو اړیکو د فضا د ایجاد مخنیوی کوي.

سره له دې چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو پیلېدو لپاره وسله والو مخالفانو رسماً د کوم تمایل اظهار نه دی کړی؛ خو کارپوهان وايي، دا ډله اوس پوهیدلې چې د جنګ لپاره ورڅخه د جنګي الاتو په توګه استفاده کیږي.

دوی وایي، وسله وال طالبانو ته په افغانستان کې د جنګ او مخالفت د دوام لپاره اوس کوم دلیل نه دی پاتې چې په افغانستان کې جنګ توجیه کړي.

XS
SM
MD
LG