د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ناامنيو د بلخ اوسېدونکي اندېښمن کړي


د بلخ اوسېدونکي په دې ولایت کې د ناامنۍ له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، چې ورځ تر بلې د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې د دولت مخالفو وسلوالو فعالیت مخ په زیاتېدو دی.

د مزارشریف ښاریان وايي، چې د یوې اوږدې مودې لپاره په دې ولایت کې د امنیې قومندان نشتون او د دولتي جګپوړو چارواکو لخوا امنیت ته د لازمې پاملرنې د نشتون له امله مخالفو وسلوالو خپل فعالیت دې ولایت کې ډېر کړی او ناامني د زیاتېدو په حال کې ده.

لس ورځې د مخه طالب وسلوالو د بلخ ولایت پر استیناف څارنوالۍ ډله يیز برید وکړ، چې په کې څه باندې ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته او له همغې ورځې راپدېخوا د خلکو په وینا چې مزارشریف ښار او نورو سیمو کې د مخالفینو تروریستي کړنې مخ په ډېرېدو دي.

د بلخ يوه اوسېدونکي وويل: ”نه یوازې مزارشریف کې ناامني ده، بلکې د بلخ ولایت په نورو سیمو کې هم مخالفین وجود دي او فزیکي حضور لري، دوی هلته خلک ځوروي او ترې عشر ټولوي بیا هم ناامني رامنځته کوي دا لوی تهدید دی."

په بلخ کې مو د نا امنۍ د زیاتوالي مسله د دې ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق قادري سره شریکه کړه، ښاغلي قادري یې په ځواب کې وویل، چې هڅه کوي امن تامين کړي:

"د خلکو د ځان خوندیتوب زموږ ایماني او وظیفوي مسوولیت دی چې باید یې ترسره کړو، تورمخی دښمن به وروسته له دې دا توان ونلري چې ملکي خلکو او پوځیانو ته ستونزه جوړه کړي."

قادري وايي، چې په هڅه کې دی ترڅو د بر ولایت پر استیناف څارنوالۍ د برید اصلي عاملین او طراحان وپېژني او وروسته یې د قانون منګولو ته وسپاري.

دا لومړی ځل ندی، چې د مزارشریف اوسېدونکي د نا امنۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښایی، بلکې تردې د مخه هم د چهاربولک، چمتال او شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکو په کراتو دا شکایت درلود چې سیمو کې یې مخالفین په آزاده فعالیت لري او له دوی څخه عشر ټولوي.

د دوی په خبره چې دا ستونزه یې د بلخ ولایت له دولتي چارواکو سره هم شریکه کړې خو تر دمه ورته رسیدګي نده شوې.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ

XS
SM
MD
LG