د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

افغانستان او ايران د همکاريو سند لاسليک کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن په یو دوه ورځني سفر تهران ته ولاړ.

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې ایران ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د یمن حکومت مشروع وباله او دې مسالې ظاهراً ایراني چارواکي له افغان حکومته خوابدي کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایراني چارواکو سره د افغان ولسمشر لیدنه کتنه او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د تفاهم لیک لاسلیک کول د ولسمشر غني په مشرۍ دغه هېواد ته د حکومتي پلاوي د سفر مهم ټکي ګني .

د دې وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې سفر د اجنډا په اړه وویل:

"نن سهار ولسمشر محمد اشرف غني د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته خپل دوه ورځنی سفر پیل کړ؛ په دغه سفر کې ولسمشر د ایران له جمهور رییس او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او دغه شان او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو له خوا به د همکارۍ تفاهم لیک هم لاسلیک شي."

د افغانستان د جمهوري ریاست څخه په دې اړه په یوې خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې د اجرایه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق؛ د ملي امنیت سلاکار او د افغانستان د بهرنیو چارو؛ مالیې، کانونو او پټرولیم او د کډوالو د راستنېدنې چارو وزیران د ولسمشر ملګرتیا کوي.

دا واک ته له رسېدو وروسته ایران ته د اشرف غني لومړنی رسمي سفر دی.

خو د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال په توګه ښاغلی محقق او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر پخوا تر دې هم ایران ته تللي او په بېلابیلو امنیتي، سیاسي او په دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړي دي.

په عین حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون یو شمېر غړي د ولسمشر سفر ایران ته د سیمې د وضعیت د ښه والي؛ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او نورو برخوو کې ډېر مهم ګڼي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړیمحمد داوود کلکاني دا سفر مثبت ارزوي:

"ایران ته د ولسمشر سفر هم پر سیمه ییزو موضوعاتو او هم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ډېر اغیزمن دی؛ ځکه ایران د افغانستان ګاونډی هېواد دی او په بیلابیلو برخو کې کیدای شي چې ښې همکارۍ ولري."

په افغانستان کې د داعش فعالیتونو او په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو د پاته کېدلو موضوع هم ایران وارخطا کړی او تل یې په دې اړه اندیښنه ښودلې ده.

کارپوهان وايي، په داسې یو حال کې ایران ته د افغان ولسمشر سفر ډېر مهم دی او ښاغلي غني ته په کار ده چې ایراني چارواکو ته دا ډاډ ورکړي چې د ویرې خبر نشته او له خاورې څخه یې دغه هېواد ته هیڅ ډول ګواښ نه دی موجود.

پخواني معلومات:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني په یو دوه ورځني سفر کې نن تهران ته لاړ.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې په دغه سفر کې به د دواړو هیوادونو ولسمشران سره وګوري او د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ به د همکارۍ تفاهم لیک هم لاسلیک شي.

په عین حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون یو شمېر غړي د ولسمشر سفر ایران ته د سمې پر حالاتو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او نورو برخوو کې ډېر مهم ګڼي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG