د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

اشرف غني: د داعش د ځپلو لپاره باید د سیمې هېوادونه په ګډه کار وکړي


د افغانستان جمهور رییس له خپل ایراني سیال سره په دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.

د افغانستان جمهور رییس ویلي، د اسلامي دولت یا داعش د ځپلو لپاره باید د سیمې ټول هېوادونه په ګډه کار وکړي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې ایران ته د خپل سفر پرمهال له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ایرنا خبري آژانس ویلي چې افغان ولسمشر د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هم د سیمې د هېوادونو ګډه څو اړخیزه همکاري مهمه بللې ده.

اشرف غني ایران ته له رسېدو وروسته له خپل ایراني سیال سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي؛ په اوسنیو شرایطو کې چې سیمه د تروریزم له ګواښ سره مخ ده؛ د دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو پراختیا ډیره مهمه ده.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ویلي چې افغانستان او ایران دواړه ژمن دي چې په خپلو اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي او په هغه هېواد کې میشتو افغان کډوالو ته د راستنېدو زمینه برابره کړي.

د ایران او افغانستان په ګډه پوله کې د مخدره موادو د قاچاق او د تروریزم پر وړاندې پر مبارزې هم دواړو مشرانو ټینګار کړی دی.

دواړو ولسمشرانو همداراز د افغانستان او ایران تر منځ په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د کانونو په برخه کې په پانګونو خبرې کړي دي.

په دې خبرو کې موافقه شوې چې ایران ته د زده کړو او کاروبار په خاطر تلونکي افغانان باید د دغه هېواد ویزې تر لاسه کړي.

دا لومړی وار دی چې محمد اشرف غني د افغانستان د جمهور رییس په توګه ایران ته ځي.

ښاغلي غني د ایرانیانو له هرکلي مننه کړې او له ایراني ولسمشر حسن روحاني یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته سفر وکړي.

له افغان ولسمشر سره په دې دوه ورځني سفر کې د بهرنیو چارو؛ کانونو او مالیې وزیران او د اجرايي ریاست دویم مرستیال او د ملي امنیت سلاکار ملګرتیا کوي.

اخوا کارپوهان وايي چې افغان حکومت باید له ایران سره په هره برخه کې شوې ژمنې تعقیب کړي.

دوی وايي، ایران باید یواځې تش په نوم ځان د افغانستان دوست ونه بولي؛ بلکې د افغانستان د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپله رښتیني همکاري ثابته کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG