د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

له امریکا سره د ″تړون″ ترلاسلیک وروسته امنیتي وضعیت نورهم خراب شوی


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي وايي چې له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته د دغه هېواد امنیتي وضعیت نورهم خراب شوی دی.

دغو وکیلانو نن په عمومي غونډه کې د افغانستان امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې امریکا د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې خپلې ژمنې هېرې کړي دي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو استازیو د دغه هېواد اوسنی امنیتي حالت د اندیښنې وړ وباله او د افغانستان نړېوال متحدین یې د امنیت په ټینګښت کې ګرم وبلل.

دوی د افغانستان د وسله والومخالفینو په له منځه وړلوکې امریکا په نه همکارۍ تورنه کړه.

د ولسي جرګې دغو استازیو ټینګاروکړ چې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته د دغه هېواد امنیتي وضعیت نورهم خراب شوی دی.

په ولسي جرګه کې د ارزګان استازي عبیدالله بارکزي وویل، باید له امریکا پوښتنه وشي چې چې ولې د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې لازمه همکاري نه کوي:

″په افغانستان کې په هر ولایت کې ویر دی.

هره ورځ پلار د زوی قبرته ناست دی ژاړي. مور د زوی قبر ته ناسته ده ژاړي.

زموږ او ستاسو لپاره ننګ دی چې په دغه تالار وځو او ننوځو. څه شو هغه بادار چې دلته مو په چک چکو امنیتي تړون ورسره امضا کړ.

نن دې زموږهغه معنوي پلار اوباما راشي موږ دې له دې عذابه خلاص کړي.″

د خلکو استازیوپه داسې حال کې د امنیتي حالت په اړه اندیښنه وښوده او امریکا یې د امنیت په برخه کې په نه همکارۍ تورنه کړه چې تېره ورځ په ننګرهارکې په یوې انتحاري حملې کې تریو نیم سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په بدخشان کې د افغان پوځیانو وژل کیدل او ټپي کیدل هم هغه مساله وه چې ګڼ شمېر وکیلانو د امنیتي حالت د خرابۍ یوه لویه بیلګه وبلله.

په ولسي جرګه کې د لغمان استازي نقیب الله محبت وویل چې له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کې ډېره بیړه وشوه او مخالفین ورځ تربلې په یوه او بله پلمه د افغانستان امنیت ګډوډوي:

″دا پرون چې معاهدې لاسلیک شوې. همدلته دغو وکیل صاحبانو چکې کولې او عجله یې لرله چې دا تړون لاسلیک کړي چې په افغانستان کې امن راولي.

افغانستان کې امن راغی که نوره بدبختي زیاته شوه. اوس یې د داعش په نوم بل لښکر سم کړی دی چې شمال ولایتونو ان تر تاجکستان او ایران پورې دا سیمه ناکراره وساتي او افغانستان یو بل وزیرستان ترې جوړکړي او بدنامه یې کړي.″

له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک هغه مساله وه چې د پخواني ولسمشرحامدکرزي اړیکې یې له امریکا سره خړپړکړې وې او ترډېره د افغانستان او امریکا ترمنځ مسایل په لانجو اوښتي و.

خو د ملي وحدت د حکومت مشرانو د خپل کار په لومړیو ورځو دا سند لاسلیک کړ.

د ولسي جرګې وکیلانو پرامریکا سربېره په دننه هېواد کې افغان امنیتي چارواکي هم ګرم وبلل چې لازمه همغږي سره نه لري او د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي.

د خلکو استازیو دا هم ویل چې امنیتي مسوولینو یې پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه نه دي ویلي او باید د دې سکتور وزیران استیضاح شي.

که څه هم اکثرو وکیلانو د افغانستان د امنیتي سکتور د وزیرانو استیضاح غوښته خو یو شمېر نورو بیا د امنیتي حالت د کنټرول او ښه والي په هدف د غونډو او طرحو خبره یاده کړه.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي ټینګار وکړ چې د وکیلانو په خوښه به د ولسي جرګې ټول کمیسیونونه خپلې پوښتنې د استجوابیه غونډې لپاره جوړې کړې.
ښاغلي ابراهیمي وویل، که چیرته امنیتي چارواکو د وکیلانو قناعت ځواب نه کړ بیا به د هغوی د استیضاح پریکړه وکړي:

″سبا تاسو په خپلو کمیسیونونو کې سره کښینئ پوښتنې مشخصې کړئ. په استجوابیه غونډه کې به یوځل بیا د ملي امنیت سلاکار استجواب کړو او خپلې پوښتنې مطرح کړو.

که چیرته مو ځوابونه د قناعت وړ ونه ګرځیدل نو بیا به خپل میلمانه رخصت کړو. بیا به پریکړه وکړو چې وزیران استیضاح کړو.

ولسمشر راوغواړو. اجرایه رییس راوغواړو. هرڅه چې کوو بیا به یې په اړه روښانه پریکړه وکړو.″

ښاغلي ابراهیمي د خلکو پراستازیو غږ وکړچې د خپل قانوني دریځ په استفادې دې له امنیتي چارواکو څخه د امنیت په اړه پوښتنه وکړي.

کارپوهان وايي؛ دا چې اوس وخت د ولسي جرګې وکیلان د امنیت د ټینګښت په برخه کې امریکا او نور بهرنیان ګرم بولي باید له هغوی سره د شویو امنیتي تړونونو پوښتنه وشي.

دوی ټینګارکوي چې د سولې او امنیت د ټینګښت دوه شرطونه چې د دې تړون لپاره تېر ولسمشر ایښي و باید اوسنی حکومت یې هم په پام کې ولري او پرینږدي چې امریکا یواځې د خپلو هدفونو لپاره امنیتي تړون وکاروي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG