د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

کاظمي: د ولسمشر غني سفرونه له لاسته راوړنو ډک خو نامتوازنه وو


د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېرغړي او د چارو کارپوهان وايي؛ که څه هم د سیمې هېوادونو ته د افغان ولسمشر سفرونو لاسته راوړنې درلودي؛ خو زیاتوي چې دا سفرونه نا متوازن وو.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د کار له پیل څخه ترنن هڅه کړې چې د سیمې د هېوادونو په کچه خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

خو د ولسي جرګې یوشمېر غړي د افغانستان لپاره په سیمه کې د متوازن سیاست ساتل مهم بولي او ټینګار کوي چې افغان حکومت باید یادې پالیسۍ ته لومړیتوب ورکړي.

د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون غړي سید علي کاظمي وایي چې د یمن د جنجال پر سر د افغان حکومت د ملاتړ څرنګوالی او په همدې حساس وخت کې ایران ته د ولسمشر غني سفر افغانان په دوه لارې کې درولي دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د بهرني سیاست د اساسي کرښو نشتوالی؛ د دې سبب شوی چې سیمې ته د ښاغلي غني سفرونه نامتوازنه شي:

"افغانان د بهرني سیاست له نه تدوین شویو کرښو نه کړیږي؛ نو په همدې اساس ولسمشر بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي؛ د لاس ته راوړنو ترڅنګ یې یوه اندازه ښوېیدنې هم درلودې؛ د ایران، سعودي عربستان او یمن بحث چې ویلي دي؛ موږ د عربستان په مشرۍ د یمن د موضوع د سیاسي حل غوښتونکي يو؛ دا تناقض د دې سبب کیږي چې افغانان د دوه لارې پرسر ودروي."

ولسمشر محمد اشرف غني ایران ته په داسې حال کې سفر کوي چې ویل کیږي د یمن د بحران په اړه افغان حکومت وروستی موقف او په دې برخه کې له ریاض څخه د کابل ملاتړ تهران ناراضه کړی.

ایراني ولسمشر له خپل افغان سیال سره په کتنه کې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونو باید هڅې وکړي چې د یمن د ستونز په ګډون په سیمه کې پراته ټول مشکلات له سیاسي او سوله ییزې لارې حل کړي.

د چارو د کارپوهانو په باور تر ډېره د حسن روحاني اشاره د افغان حکومت دریځ ته و چې د یمن د بحران په اړه یې خپل کړی.

څه موده وړاندې افغان حکومت اعلان وکړ چې د یمن حکومت مشروع بولي او سعودي عربستان ته به د احتمالي ګواښ په صورت کې د حرمین شریفین دفاع وکړي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې چې ولسشمر غني د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې هند ته هم سفر وکړي.

د چارو کارپوهان ټینګار کوي چې ولسمشر غني باید په جدي توګه په اړیکو کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ توازن ته پام وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس او سیاسي کارپوه روح الله امین ایران ته د ولسمشر غني سفر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د توازن ساتلو لپاره یوه هڅه بولي.

خو ښاغلي امین د یمن په اړه د افغان حکومت دریځ د هېواد په ګټه نه بولي او وايي چې د توازن ساتل د حکومت یوه له اساسي اړتیاوو څخه ده:

"ایران ته سفر د سیمې او همدارنګه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د توازن ساتلو لپاره یوه هڅه ده؛ زه فکر کوم ایران ډېر حساس موقف پیدا کړی؛ دا توازن ساتل ډېر مهم دي، دا سفر یو ښه پيل دی، ولې په هیڅ وجه بسینه نه کوي، له مشورې پرته هیجاني موضعګیري، لکه د یمن په اړه دا د هېواد په ګټه نه دي؛ موږ هغه مسیر چې طی کړی، ممکن نور به لاره بېله کړي چې دا د هېواد په زیان دی."

د چارو کارپوهان وايي چې افغان حکومت باید هڅه وکړي؛ په اړیکو کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ توازن وساتي او همدارنګه په اړیکو کې د پاکستان او هند سیالۍ ته هم پام وکړي.

دوی له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل مهم بولي او سپارښتنه کوي چې افغان حکومت باید په سیمه کې د تصمیم نیولو او دریځونو کې د سیمې حساسیت ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG