د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

نواز شريف سعودي چارواکيو ته د مرستې ډاډ ورکړى


د پاکستان صدراعظم نواز شريف چې د دې هېواد د پوځ د لوى درستيز په ګډون د يوه جګپوړي سياسي او پوځي پلاوي په ملتيا د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته تللى؛ د دې هېواد له باچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو چارواکيو سره کتلي او په يو شمېر موضوعاتو؛ په ځانګړې توګه د يمن په وضعيت يې ورسره خبرې کړي او په دې لړ کې يې ورسره يووالى ښودلى.

د پاکستان د دولتي ټلويزيون د راپور له مخې؛ صدراعظم نواز شريف له سعودي چارواکو سره په کتنه کې هغوى ته ډاډ ورکړى چې د اړتيا پر مهال به پاکستان د سعودي ترڅنګ ولاړ وي.

نواز شريف همدراز سعودي چارواکي له هغو اقداماتو خبر کړل چې پاکستان د يمن په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر پريکړې وروسته اخيستي دي.

د پاکستان صدراعظم تر هغې وروسته د يوه جګپوړي پوځي و سياسي پلاوي په ملتيا سعودي عربستان ته لاړ چې د دې هېواد پارلمان د روانې مياشت په ٥مه نېټهد يمن په روان کړکيچ کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې چې په پاى کې يې تر څو ورځني بحث وروسته پرېکړه وکړه چې پاکستان دې په دې شخړه کې بې طرفه پاتې شي.

د پاکستاني پارلمان دغې پريکړې په اړه د متحده عربي اماراتو چې په يمن کې د حوثيانو په ضد د جوړ شوي عرب اېتلاف غړى دى؛ د بهرنيو چارو وزير سخت غبرګون وښود او اسلام اباد ته يې د لوړ قيمت پرې کولو ګواښ وکړ.

د پاکستان حکومت د دې هېواد د ملي پارلمان او مشرانو جرګې ګډه غونډه تر هغې وروسته رابللې وه چې د پاکستان د دفاع وزير ومنله چې سعودي عربستان ترې په يمن کې د حوثيانو په ضد په روان پوځي کمپاين کې پوځي مرسته غوښتې ده.

د پاکستان صدراعظم په رياض کې پر سعودي چارواکيو سربېره د يمن له ولسشمر منصور هادي سره هم کتلي او په يمن کې د حوثي ياغيانو له خوا يې د هغه د قانوني حکومت پرزول غندلي دي.

که څه هم پاکستان لاتر دې دمه په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد په عرب اېتلاف کې د ګدون پرېکړه نه ده کړې او د دې شخړې پر سوله ييز حل يې ټينګار کړى؛ خو د دې ترڅنګ يې دا هم ويلي چې که چېرې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښ شي؛ پاکستان به يې دفاع وکړي.

په اسلام اباد کې يوه جګپوړي دولتي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستى؛ فرانسپريس خبري اژانس ته ويلي چې سعودي ته د نواز شريف د سفر مهال د دواړو غاړو د خبرو محور هم د يمن موضوع او د سعودي د ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وه.

په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنیم اسلم د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خپلې اونيزې خبري غونډې کې ويلي؛ پاکستان د يمن د شخړې سوله ييز حل غواړي او د ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمانه يې غوښتي چې په دې لړ کې فعاله رول ولوبوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG