د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

اوباما د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د دوو غربي برمته شویو وژنه تایید کړه


د امریکا ولسمشر پرون تایید کړه چې دوه لویدیځ اتباع د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یرغمل نیوونکو پرضد د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوو لویدیځو مرستندویو ټولنو دوه کارکوونکي ډیورنډ کرښې ته نژدې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. دا دوه کسان القاعده شبکې برمته کړي وو.

ولسمشر بارک اوباما له دې کبله چې دا عملیات د یوه امریکايي او بل ایټالوي یرغمل د وژنې باعث شول خپګان څرګند کړ:

"غواړم د برمته وو کورنیو ته خپل خپګان او تسلیت څرګند کړم. په خواشینۍ سره چې یو امریکایی ډاکټر وارِن واینسټاین Warren Weinstein او یو ایټالوی جیوواني لو پورتو Giovanni Lo Porto د امریکا د تروریزم ضد عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول."

د سپینې ماڼۍ بیان وايي، دا دوه یرغمل هغه مهال ووژل شول چې د امریکا استخباراتو پر یوه ودانۍ چې نه پوهېدل یرغمل په کې ساتل کېدل، بمباري وکړه.

ځینو رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي راپور ورکړی چې وايي، دا کسان د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوي دي.

۷۳ کلن وارن واینسټاین چې د امریکا د نړیوالې پرمختیا د ادارې USAID کارکوونکی و او په پاکستان کې پر یوه قرارداد کار کاوه د ۲۰۱۳ کال په اګست میاشت کې په لاهور کې له خپل کوره وتښتول شو. واینسټین وروسته په یوه ویډیو کې ښکاره شو او له امریکا څخه یې وغوښتل چې د القاعده شبکې له څو زندانیانو سره یې تبادله کړي.

۳۹ کلن جیوواني لو- پورتو په یوې ایټالوۍ مرستندویې موسسه کې کار کاوه او د ۲۰۱۲ کال په جنوري میاشت کې په پاکستان کې لادرکه شو.

ولسمشر بارک اوباما وویل چې د دې کسانو د مړینې ټول مسوولیت دی مني او زیاته یې کړه؛ غواړي چې خلکو ته د تروریزم پرضد د عملیاتو؛ په تېره د هغو مواردو په اړه چې امریکایي اتباع د خپلو هېوادوالو له خوا وژل کېږي؛ د امکان ترحده معلومات ورکړل شي.

ایټالیا ویلي دي چې د جیوواني لو پورتو وژنه د متحد هېواد امریکا لویه او وژونکې غلطي وه چې ولسمشر اوباما ومنله؛ خو د ایټالیا حکومت یادونه کړې چې د دې وژنې اصلي عامل تروریستان دي. په هغه بیان کې چې د ایټالیا د بهرنیوچارو وزارت پرون خپور کړ؛ د تروریزم پرضد په مبارزه کې د ایټالیا پر ژمنه بیا ټینګار شوی.

امریکايي سرچینې وايي چې په دې عملیاتو کې امریکایی تبعه احمد فاروق چې اوس اوس د القاعده شبکې له مشرانو څخه ګڼل کېده هم وژل شوی دی.

له دې مخکې یوبل امریکایی تبعه ادام ګاداهن هم په جنوري میاشت کې په جلا عملیاتو کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG