د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د غزني د سرپرست والي پر دفتر بريدونه شوي


نن سهار طالب وسله والو د ښار له سوېلې اړخه د غزني د سرپرست والي پر دفتر؛ د هغه د اوسېدو پر ځای او ځينو نورو دولتي ودانيو راکټي بريدونه کړي دي؛ خو د غزني چارواکي وايي، بلا وه برکت نه و.

د غزني د چارواکيو په خبره، راتوغول شوي راکټونه د والي له دفتر او د هغه د اوسېدو له ځايه يوه او بله خوا لګېدلي دي او بل چا ته يې هم چندان ځاني زيان نه دی اړولی.

د دغه ولايت مرستيال والي محمد علي احمدي وايي؛ فکر کوي چې طالبانو د عزم په نامه د خپلو نويو عملياتو پيل په همدې توګه وکړ:

"هغوی د عزم په نامه خپل پسرلي عمليات پيل کړي دي او هڅه يې کوله چې نن د دغو عملياتو په پيل کې خپل زور وښيي. دوی نن سهار د ښار له سوېلي اړخه څلور راکټونه راوويشتل؛ يو راکټ د ولايت مقام او د والي د دفتر په خوا کې؛ په ښاروالۍ کې لګېدلی دی. يو بيا لږ ها خوا له موزيم سره لګېدلی او بل يې د ښځو چارو له رياست سره راپرېوتی دی؛ خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې."

احمدي وايي، يو بل راکټ هم راويشتل شوی؛ خو چې په کوم ځای کې به لګېدلی وي؛ په اړه يې دقيق مالومات نه لري.

د غزني والي دغه بريدونه ردوي او دا نه مني چې ګواکې راکټونه دې د ده د دفتر په خوا کې لګېدلي وي.

په دې سربېره، نن د غزني په خوګياڼو، شبهاز دوکانونو، مقر، ده يک او د اندړو په ځينو کې سيمو کې هم د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي؛ وايي، په دغو بريدونو کې يې سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې؛ خو چارواکي يې ادعا بې اساسه بولي.

راپور: سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG