د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

پېښور کې د چټک غبرګون ځواکونو پر موټر بمي چاودنه شوې


د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د چټک غبرګون امنتي ځواکونو پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په نتيجه کې يې د ځواکونو په ګډون ګڼ کسان ټپيان کړي دي.

د پېښور ښار د پوليسو په وينا، د چټک غبرګون امنيتي ځواکونو پر موټر دا چاودنه د جمعې په ورځ سهار د پېښور په کلبهار نومي سيمه کې شوې، چې په ترڅ کې يې د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړيو په ګډون ٧ کسان ټپيان شوي دي.

دوى وايي، چې د امنيتي ځواکونو پر موټر هغه مهال بمي چاودنه وشوه، چې په سيمه کې د ګزمې په حال کې و.

د چارواکيو په وينا، ټپيان يې د پېښور ښار ليډي ريډنګ روغتون ته لېږدولي او په سيمه کې يې تلاشي عمليات پيل کړي دي.

د ليډي ريډنګ روغتون وياند سيد جميل شاه ازادي راډيو ته وويل، چې په ټپيانو کې د ځينو پوليسو روغتيايي حالت مرګونى دى:

" زموږ روغتون ته ټولټال ٧ ټپيان راوړل شوي وو، چې په هغوى کې ٦ پوليسان او ١ ملکي کس و. په ټپيانو ې د ١ پوليس روغتيايي حالت مرګونى دى او نور روغ دي."

د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او همداراز ددې ايالت په نورو سيمو کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې د امنيتي ځواکونو، پوليسو او سياستوالو په هدفي وژنو کې دېر والى راغلى، چې پاکستانيو ځواکونو د تېر کال له جون راهيسې په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې په نتيجه کې يې د پراخو برياوو ادعا کوي .

تر دې مخکې وسله والو په تېره مياشت کې د پېښور په حيات اباد کې د پاکستاني پوځ جګپوړى افسر او همداراز په مانسهره کې د نيمه پوځيانو يو قومندان هم وژلي وو، چې مسووليت يې بيا وروسته پاکستاني وسله والو طالبآنو منلى و.

همداراز پاکستاني طالبانو په پېښور کې د مسلم ليګ ن ګوند يو سيمه ييز ييز مشر سردار محمد مومند هم په ډزو وواژه.

د يادنې وړ ده، چې په پېښور کې د چټک غبرګون امنيتي ځواکونو پر موټر د بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG