د چین د بهرنیو چارو وزارت له ټولو افغان خواوو وغوښتل چې د سیاسي خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو هڅه وکړي.
چین وروسته له دې د افغانستان د مسلې په سوله ییز حل کې دلچسپي زیاته کړې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه هیواد ته سفر وکړ او له چینايي چارواکو یې وغوښتل چې د سوداګري او اقتصادي همکاریو له لارې د سیمې هیوادونه د اړیکو پراخولو ته وهڅوي.
عصمت څاروان راپور برابر کړى