د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

په لغمان کې توغندي د يوې کورنۍ ٥ غړي ووژل


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي،چې تېر ماښام ناوخته د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو په سیمه کې د دولت وسله والو مخالفينو له خوا د یوه راکټي برید له امله شپاړلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواک وايي دغه توغندی پر یوې کورنۍ لګيدلى، چې د همدې کورنۍ پینځه تنه وژل شوي او یوولس تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي په وژل شویو کې څلور تنه میرمنې او يو نارینه دی.

د دولت وسله والو مخالفينو ددې پيښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG