د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ښايي نظربايف د پنځم ځل لپاره د قزاقستان ولسمشر شي


په قزاقستان کې نن د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې روانې دي. داسې ويل کيږي چې د دې هيواد ولسمشر نورسلطان نظربايف به بيا د هيواد د ولسمشر په توګه انتخاب شي.

په دې توګه به نظربايېف د پنځم ځل لپاره ولسمشر شي. نظربايېف پر قزاقستان له هغه مخکې هم واکمن وو چې دې هيواد له شوروي اتحاده د ۱۹۹۰م کال په ډسمبر مياشت کې خپلواکي واخيسته.

د ۷۴ کلن نظربايېف دوه لږ پېژندل شوي سياسي مخالفين دي چې ويل کيږي د ولسمشرۍ لپاره په ټاکنو کې له دې کبله برخه اخلي چې خلک د انتخاباتي سياليو په پلمه تېر باسي.

۶۸ کلن تورګون سيزديکوف چې پخوانی ايالاتي چارواکی دی، د قزاقستان د کمونيست ګوند استازيتوب کوي.

بل کانديد ۶۳ کلن ابلګازي کساينوف دی چې د خپلواک کانديد په توګه په دې انتخاباتو کې برخه اخلي.

کساينوف د نظربايف په حکومت کې پر ګڼ شمېر وزارتي څوکيو باندي کار کړی دی او اوسمهال د قزاقستان د سوداګرۍ د اتحاديې مشر دی.

قزاقستان د تيلو د کمو بيو او د لوی سوداګريز ملګري روسيې پر وړاندې د نړيوالو بنديزونو له کبله، له اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

په يوه مقاله کې چې تر انتخاباتو مخکې خپره شوه، نظربايف ويلي چې انتخابات به نوي منتخب ولسمشر ته بشپړه اختيار ورکړي چې په خرابو حالاتو کې د هيواد مشري وکړي.

نظربايف پر قزاقستان تر ۱۹۹۱م کال مخکې چې دغه هيواد له شوروي اتحاده خپلواکي واخيسته، بې له کوم سخت سياسي مخالفته واکمني کړې ده.

د ده واکمن ګوند نور اوطن په قزاقستان کې د ورځني ژوند هر اړخ کنترولوي.

XS
SM
MD
LG