د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

په ننګرهار کې د ژوند خیريه ټولنې له خوا د وینې انلاین بانک پر لیکه شو


په ننګرهارکې د ژوند خیریه ټولنې په لومړي ځل د وينې انټرنيټي بانک په لیکه کړ چې د وخت په تیریدو سره به د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې اړمنو ناروغانو ته د وینې په پيدا کیدو کې اسانتياوې رامنځته شي.

د دغې بانک رسمي پرانسته د یکشنبې په ورځ د اطلاعات او کلتور ریاست په تالارکې وشوه چې د دولتي چارواکو سربیره په کې یو شمېرخيريه ټولنو او محصلینو هم برخه اخیستې وه.

د ژوند خیريه ټولنې يو تن فعال اکرام الله اکرام ازادۍ راډيو ته وویل چې دوی لومړی د وینې ورکړې او ژوند وژغوری تر نامه لاندې د غونډو او ټولنیزو رسنيو له لارې تبلیغات کړي چې خپله وينه ورکړي او د بل انسان ژوند وژغوري.

دی وايي، د همدغو کسانو د وينې ګروپ، نوم، ادرس او شمېره په ویب پاڼه کې ثبتیږي او د اړتیا په وخت راغوښتل کيږي چې وينه ورکړي:

"دا ان لاین بانک به لایتناهي ډونران ″د وینې د ورکړې رضارکار″ ولري، د استعمال طریقه يې داسې ده چې په هر ولایت کې چې د چاوینې ته اړتيا پيدا کيږي، زموږ ویب پاڼې:(http://www.zhwand.af
ته به مراجعه کوي، مثلاً دوی اوو منفي وينې ته اړتیا لري، دوی په سرچ یا لټون کې اوو منفي ورکوي، ولایت ځانته ټاکي.

موږچې په دې ویب سايټ کې په همغه ولايت کې د اوو منفي ډونران لرو، دا ورته را اوړي، هلته زموږ د رضاکارو د ټيلفون شمېرې دي، دوی هغوی سره اړيکې نيسي او هغه ورته راځي او وینه ورکوي."
د ننګرهارد عامې روغتیا ريس ډاکټرنحیب الله کاموال په دې غونډه کې وویل چې د عاجلو او تلیسيميا ناروغانو لپاره به دا ډيره لویه اسانتيا برابره کړي.

نوموړی وايي، د دې بانک یوه ځانګړنه دا ده چې مریض ته به تازه وینه ورکول کیږي او بل د کم يافت وینو د پيدا کيدو په برخه کې به موجوده ستونزې تر یوه حده اوارې شي:

"موږ اکثره وخت داسې واقعاتو سره مخ کيږو چې هغه وینه کمیافته وی او همدارنګه د تلیسیميا ناروغانو لپاره که تازه وینه ورسېږي، نو دا هم ډيره ګټوره وي، نو د دغې ډيټابیس په فعالیدو سره به زموږ ډير شمير داسې ناروغان چې هغوی تازه وینې ته ضرورت لري، هغه ستونزه به د دې ډيټابیس په فعاليدو سره حل شي."

د وینې د بانک د پرانستې غونډې ته د تليسیميا يو شمېرهغه ناروغان هم راغلي و چې د ژوند خيريه ټولنې په هڅو ورته وخت په وخت وينه پيدا شوې.

د ننګرهار د هنرمندانو اتحاديې مشراستاد کمين ګل چې درې سره بچيان يې د وينې په سرطان يا تلیسيميا اخته دي او هرو پينځلس ورځو کې ورته یاده ټولنه وینه برابروي، وويل چې ددغو راضاکارانو د وينې په پيدا کيدو کې ډيره مرسته کړې:

"زما درې ماشومان د تليسيما په ناروغۍ باندې اخته دي، د دغې ټولنې نه مننه کوو چې هر وخت موږ تقاضا کړې، موږ ته يې خلک حاضر کړي او دې ماشومانو ته يې وینه ورکړې ده."

د ننګرهار ولايت ویاند احمد ضیا عبدالزي هم د وينې د رضا کارو په لست کې ځان ثبت کړ او د همدې غونډې پرمهال اړمنو ناروغانو ته خپله وينه هديه کړه:

"زما د وینې ګروپ مثبت ای دی او ما خپله وینه دغه پروګرام ته اهدا کړله او زه باور لرم چې زما وینه به هغه چا ته ورکول کيږي چې هغوی ورته اړتیا لري او د هغوی ژوند پرې بچ کيدلی شي."

د غونډې په وروستۍ برخه کې ددې ټولنې فعال راحت ګل زيارمل خلکو ته د وينې بانک د کارونې په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ چې د ژوند خیریه ټولنې غړي به د ژوند ترپایه خپلو رضاکارانه فعالیتونو ته ژمن وي.

د ژوند خيریه ټولنې د مسولینو په خبره دوی اړمنو کسانو ته د وينې د ورکړې په خوا کې بې وزلو او بې سرپرستو کورنيو لپاره مرستې هم جلبوي.

د ویلو ده چې د یو شمېر نورو خيریه ټولنو استازو بيا ډاډ ورکړ چې د خير په دې کار کې به ورسره شریک کیږي او د خپل توان په اندازه د وينې د ډونرانو او ثبت په برخه کې ورسره مرسته کوي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG