د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

هډه وال: په نوي سیسټم کې به د پور ورکونې پرمهال موجود خنډونه له منځه لاړشي


د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې له پانګونې اچونې څخه د ملاتړد پراختیا په هدف یې د بانکونو له لارې د وړو او لویو قرضونو د ورکړې نوي سیسټمونه رامنځ ته کړي.

د دې بانک سرپرست او لومړي مرستیال د یکشنبې په ورځ د دې سیستمونو د معرفي کېدو پرمهال وویل، یاد نړېوال منل شوي وي الیکترونیکي سیسټمونه کولای شي په افغانستان کې د پور ورکونې چارې اسانه کړي.

له دې وړاندې د افغانستان په بانکونو باندې انتقادونه موجود و، چې په اسانه پورنه ورکوي، د افغانستان بانک وايي چې داسې سیسټمونه یې رامنځ ته کړي چې پور اخیستونکي کولای شي له بانکونو څخه په اسانه ‌‌او کم وخت کې لوی او واړه قرضوه ترلاسه کړي.

د دې بانک سرپرست او لومړي مرستیال د یکشنبې په ورځ د دې سیسټمونو د معرفي کېدو پرمهال وویل، د دې سیسټمونو په پلي کېدو سره به د افغانستان اقتصادي فعالیت په حرکت راشي.

خان افضل هډوال وايي، د نویو سیسټمونو په پلي کېدو سره به د اصلي او بدل سوداګر ترمنځ توپیر رامنځ ته شي او هغه خڼدونه چې د پور ورکونې پرمهال موجود و له منځه لاړشي:

″داسې یو سیسټم دی چې په افغانستان کې یې سابقه نه درلودله، کولای شي بانکونه د خپل مشتري په اړه انلاین معلومات ترلاسه کړي، د هغه د سابقې په اړه درست قضاوت وکړای شي او همدارنګه د هغه خلکو ترمنځ کې چې سوداګر دي او ځیني یې نه دي او پور ترلاسه کوي معلومات ولري.″

د افغانستان بانک چارواکي وايي چې یاد سیسمونه په معاصرې الیکترونکي ټیکنالوژۍ سمبال دي او مشتري کولای شي په کم وخت کې د بانک د ویب پاڼې له لارې خپل عامه اعتبارات او ‌حقوق رهنی بر اموال منقول په کې ثبت کړي.

له یاد سیسټمونو څخه له سوداګر او عامو خلکو سربېره، سوداګریزبانکونه، وړې مالي موسسې، د افغانستان بانک د څار مالي اداره، مخابراتي او د بیمې مالي ادارې ګته پورته کړي.

د افغانستان بانک د چارواکو د معلوماتو له مخې تراوسه څه باندې نوي زره مشتریانو د عامه اعتباراتو په سیسم کې نوم لیکنه کړې چې په ټولیز ډول ۴۹ ملیارده افغانۍ پور یې ترلاسه کړی.

په افغانستان کې له پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې یا ایسا سرپرست ابراهیم شمس د افغانستان بانک دا اقدام وستایي او زیاته یې کړه افغانستان دامهال د پانګې اچونې له پلوه د بدلون په دور کې دي چې دا ډول نوښتونه کولای شي په پانګونه کې ګټور تمام شي.

تل داسې اندېښنې او انتقادونه موجود و چې قرضداران په جعلي منقول او غیر منقول اموالو باندې له بانکونو پورنو نه تر اخلي.

د افغانستان د بانکونو د ټولنه وايي د دې سیسټم په پلي کېدوسره به تر ډېره د جعلي پور اخیستونکو مخنیوي وشي.

د دې ټولنې مرستیال نجیب الله امیري وايي بانکوال له دې سسټم څخه ملاتړ کوي او حاضر دې له نړیوال منلي شوي معیار سره سم پور اخیستونکو ته لوی او واړه قرضونه ورکړي:

″دا د بانکي سیسټم لپاره یوه اړتیا وه او موږ دغه ستایو په قرض ورکونه کې مهم رول ادا کوي، اول دا چې د مالي و جوه ته د فرصتونو زیاتوالی، د وجوه مالیدیت پیاوړي کول ، د ټیکټانې کموالی، د قرض ورکونې د معلوماتو ښه والی له دې سیسټم څخه د سالیمې ګټې اخیستنې پياوړې کول دي، د اعتباري خطرونو کموالی راولي او بلاخره پور ورکونه کې زیاتوالی راځي.″

د افغانستان بانک مسوولین وايي چې دا مهال د افغانستان په خصوصي او دولتي بانکونو کې څلور میلیارده ډالره پانګونه شوې چې یواځې ۷۳۷ملیونه ډالره یې پور ورکړل شوي.

بل خوا یاد بانک وايي چې د افغانستان په بانکونو باندې د څار نوی سسټم رامنځ ته کړی چې دکابل بانک په څیر ورته قضیې به بیا تکرار نه شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي له یاد معاصر بانکي سیسټم څخه د افغان بانکونو ګټه اخیستنه په نړیوال اقتصادي بازار کې دافغانستان د بانکونو اعتبار زیاتوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG