د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

نيپال: د زلزلې له کبله د مړو شمېر ٢٣٠٠ ته رسېدلى


په نیپال کې نن د زلزلې یوه بل زورور ټکان د دې هیواد د پلازمینې کټمنډو شاوخوا سیمې ولړزولې.

چارواکي وايي چې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمیر 2300 ته رسیدلی دي.

په امریکا کې د جیولوژیکي څيړنو او سروې ادارې، د ننۍ ټکان شدت 6 اعشاریه 7 درجې ښودلی دی.

دې ادارې ویلي چې د زلزلې مرکز د کټمنډو او چین ترمنځ و، ډیر عمق نه یې درلود او ښايي شاوخوا 50 کیلومتره سیمه کې يې تاوان رسولی وي.

د زلزلې ټکان نن په نوي ډیلي کې هم محسوس و او د ښار مټرو تړل شوې ده .

د نيپال زلزله ځپلي
د نيپال زلزله ځپلي

د زلزلې مرکز د نیپال د پلازمینې کټمنډو چې سخت زلزلې ځپلی او چین ترمنځ ښوودل شوی دی.

دې ادارې ویلي چې د زلزلې ټکان ډیر ژور نه وو او ښايي په شاوخوا پینځوس کلیومتره واټن کې زیان رسولی وي. چارواکو وویل چې 17 مړي یې د ایوریست غره په لمنو کې له هغه کمپه رایستلي چې تر برف کوچ لاندې شوی وو.

زرګونو نیپالیانو خپلو کورونو ته د ستنیدو د ویرې شپه دباندې تیره کړه .

ویل کیږي چې په زیاتو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي او په ځیني ځایونو کې خلک په لاس د خاورو د ایستلو هڅې کوي څو تر ودانیو لاندې شوي کسان را وایستل شي.

خو رپوټونه وايي ، نن چې کله د زلزلې بل ټکان محسوس شو، هر چا دباندې منډې وهلې او د ځان ژغورلو هڅه کوله .

د شنبې په ورځ د نیپال مرکز کټمنډو او شاوخوا سیمې شدیدې زلزلې ولړزولې چې په تیرو لږترلږه 80 کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

په نيپال کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ٢زرو اوښتى
په نيپال کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ٢زرو اوښتى

د امریکا د نړیوالې پراختیا مرستندویه ادارې پرون وویل چې نیپال ته د بیړنیو مرستو لپاره لږترلږه یو ملیون ډالر ورکوی. دې ادارې وویل چې نیپال ته به د طبیعي مصیبتونو پر وړاندې د مبارزې ډله هم واستوي څو د پيښې په ځاي کې د ژغورنې عملیات چټک شي.

د رپوټونو په حواله، زلزله دومره زوروره وه چې د همالیا ایوریست څوکې ته نږدې د برف کوچونه راغلي او واوره ښویولې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې روغتونونه له خلکو ډک دي، د جسدونو لپاره ځاي نشته او په روغتیايي مرکزونو کې د عاجلو مرستولپاره درمل نشته.

مرستندویه ډلې وايي چې نیپال ته د خپلو ډلو د استولو تیاري نیسي څو مصیبت ځپلو خلکو ته پاکې اوبه او خواړه ور ورسوي. امریکا ، بریتانیې او پاکستان هم د ژغورنې ډلې ور استولې دي.

خو په ځیني لرې پرتو سیمو کې د قربانیانو د موندلو کار نه دی پيدا شوی ځکه چې په غرنیو سیمو کې هوا خرابه ده .

زلزله په پاکستان، هند ، بنګله دیش او چین کې هم محسوسه وه او له نیپاله دباندې هم د زلزلې له امله 60 تنه وژل شوي دي.

د زلزلې پرمهال لږترلږه 1000 تنه سیلانیان د ایورست غره په شاوخوا کې و.

د غره په لمن کې د سیلانیانو یو کمپ تر برف کوچ لاندې شوی دی.

XS
SM
MD
LG