د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

هنشاو وايي، له افغان کډوالو سره د ګاونډیو ناسم چلند اندیښمن کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګاونډیو هېوادونوکې له یو شمېرافغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د کډوالو، پناه غوښتنې او وګړو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ یومسول د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا ډول ناسم چلند د متحده ایالاتو لپاره د منلو وړ نه دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري که څه هم دا تاییدوي چې د روان میلادي کال په لومړیوکې په ګاونډیو هېوادونو کې پر افغانان یو لړفشارونه موجود وو، خو زیاتوي چې اوس حالت عادي شوی دی.

له افغان کډوالو سره د ګاونډیو د ناسم چلند په هکله د راپورونو په دوام د امریکا د بهرنیوچارو وزارت چارواکي وایې، په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونو اندیښمن کړي دي.

د کډوالو، وګړو او پناه غوښتنکو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مسئول سایمن هنشاو د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، پناه غوښتنه د افغانانو حق دی او له کډوالو سره د افغانستان د ګاونډیو دا ډول ناسم چلند ورته د منلو وړ نه دی:

″زه له پاکستان او ایرانه د راستانه شویو کډالو سره د ناوړه چلند د راپورونو په اړه اندیښنه لرم.

موږ باید دا روښانه کړو چې دا ډول پيښې د منلو وړ نه دي.″

ښاغلي هنشاو زیاته کړه چې هېواد یې تیرمیلادي کال له افغان کډوالوڅخه د ملاتړپه هدف ۱۰۷ میلیونه ډالرمرسته وکړه او په بېلابېلو برخوکې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، له ۲۰۰۲ میلادي کال راپدیخوا شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي چې په وینا یې دا د افغانستان راتلونکې ته د امیدوارۍ څرګندویې کوي.

د راپورونوله مخې، دا مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په پاکستان او ایران کې اوسیږي چې نږدې نیمایې یې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

وروسته تردې چې طالبانو تیرمیلادي کال په پيښورکې پر یوه ښوونځي حمله وکړه، د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې پرافغان کډوالو فشارونه زیات شول او دوي ته یې وخت وټاکه څو د یوه کال په موده کې بیرته افغانستان ته راستانه شي.

د دې ترڅنګ له ایرانه هم وخت ناوخت داسې راپورونه خپریږي چې ایراني چارواکي افغانان په زوره له خپلې خاورې شړي، زوروي یې او ان لسګونه افغانان یې وژلي هم دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد وایې، د ۲۰۱۵ کال له پيلیدو سره په ګاونډیو هېوادونو کې پرافغانانو فشارونه زیات شول څو بیرته هیواد ته ستانه شي.

خو ښاغلی فرهاد وایې، اوس د افغانانو د بیرته را ستنیدو بهیرعادي شوی دی:

″که څه هم په وروستیو کې د راستنیدو بهیرعادي حالت ته را ګرځیدلی.

خو د ۲۰۱۵ کال په لومړیو میاشتو کې موږ د یو لړ فشارونو شاهدان و چې د افغانانو د بیرته راستنیدو لامل و ګرځیدل.

موږ په درې اړخیزه بحثونو کې دې مسایلو باندې خبرې وکړې.″

ښاغلی فرهاد وایې، روان میلادي کال اتلس زره او پنځه سوه افغانان له ګاونډویو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي چې، اوولس نیم زره یې له پاکستانه راغلي.

د دې ترڅنګ په افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو سره د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمېره هم ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده.

کارپوهان وایې، حکومت باید اجازه ورنه کړي چې ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او سپارښتنه کوي چې د افغانانو د داوطلبانه را ستنیدو لپاره باید امکانات برابر کړي.

XS
SM
MD
LG