د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

په کابل د بې روزګاره ځوانانو اعتراض د پولیسو له فزیکي چلند سره مخ شو


لسګونه تنه ځوانان چې غوښتل یې نن د بې کارۍ له امله د افغانستان د ملي شورا ودانۍ مخې ته اعتراض وکړي د پولیسو له فزیکي چلند سره مخامخ شول.

یوتن ځوان چې لاس یې وینې شوی و ازادي راډیو ته وویل چې موږله حکومته غواړو څو بې کاره ځوانانوته د کارکولو زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې بې کاري د ځوانانو جدي ستونزه ګڼل کیږي.

په هېواد کې د بیکارۍ په وړاندې د اعتراضونو په لړکې په سلګونوتنو ځوانانو د دوشنبې په ورځ اعتراض وکړخو د پولیسو له فزیکي چلند سره مخ شول.

دغه ځوانان د دوشنبې په ورځ د ملي شورا ودانۍ مخې ته را ټول شوي وو او د ملي وحدت له حکومته یې غوښتل چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

یوځوان چې د پولیسو له ناوړه چلند سره مخامخ شوی وو په دې اړه ازادۍ راډیوته وویل:

″موږ غوښتلو چې دننه لاړ شو خو متاسفانه پولیسو حمله وکړه زه يي ووهلم او لاس مې وینې شو پولیس وايي چې تاسو د مظاهرې حق نه لرئ.″

که څه هم پولیسونه غوښتل څو رسنۍ د هغوي له چلنده تصویر واخلي، خو د ملي شورا د محافظت قطعې یو تن مسوول وویل چې د کورنیو چارو وزارت په دې اړه دوي ته خبرنه دی ورکړي.

په عین حال کې اعتراض کوونکي وايي چې څو ورځې وړاندې دوي د خپل اعتراض په اړه د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیې قومندانۍ ته خبر ورکړی وو.

دغه ځوانان چې نور يي د صبرکاسه ډکه شوې وه، د ملي شورا ودانۍ مخ ته یې خپلو تعلیمي اسنادو ته اور ورته کړ او ويي ویل، په هغه صورت کې چې دوي کار نه لري نو دغه اسناد هم ورته ګټه نه رسوي.

حسین بینش چې د کابل پوهنتون د ځمکې پیژندنې له پوهنځي څخه فارغ شوی وايي چې د دغه اعتراض هدف دا دی څو حکومت د خلکو په ګمارلوکې د وړتیا مساله په پام کې ونیسي:

″موږ د ملي وحدت حکومت نه څو عمده غوښتنې لرو، د کار د استخدام پروسه دې پیل کړي، د ملي وحدت حکومت له کابینې نه غواړو چې هرڅومره ژر چې ممکن وي خلک د وړتیا په پام کې نیولو سره په دندو وګماري.

له واسطې او طرفدارۍ نه ډډه وکړي او موږ د هېواد ټولو اوسیدونکو ته د کسب یا کارغوښتنه هیله لرو.″

دغه اعتراض ته د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست هم راغلی او ځوانانوته یې ژمنه ورکړه چې پیشنهادونه به یې ملي شورا ته ورسوي.

په عین حال افغان حکومت وايي چې د ولسمشر د اتم فرمان په دوهم بند کې وضاحت ورکړل شوي چې د وزیرانو او ریسانو ترتعینولو څوک حق نه لري څو د استخدام یا مقررۍ لړۍ پیل کړي خو اوس مهال پرته له دفاع وزارته د کابینې ټول وزیران تعین شوي دي.

د جمهوررییس ویاند اجمل عبید عابدي ازادۍ راډیوته وویل چې حکومت د ځوانانو د بیکاري لپاره پراخ پروګرامونه په نظرکې لري:

″هغه وزیران چې د خپلواکو ادارو مشرې کوي او سرپرستان نه دي، د فرمان پر اساس پرته له شکه کولای شي چې د استخدام یا مقرري پروسه پیل کړي، د افغانستان جمهوري دولت د ټولو ځوانانو بې کاري درک کوي او شاوخوا یو میلیون بې روزګاره ځوانان موږ ته میراث پاتي دي، نو په همدې لحاظ ځانګړې پلانونه په نظرکې نیول شوي او د کار ایجادولو لپاره لازم اقدامات کوو.″

له دې نه وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني سعودي عربستان ته په خپل سفرکې له عربي هېوادونو غوښتي وو څو په خپلو هېوادونو کې افغان ځوانانو ته د کارکولو زمینه مساعده کړي او هغوي هم ویلي چې په دې برخه کې غور کوي.

په عین حال کې ځیني کارپوهان وايي، که چیرې یې په هېواد کې د بیکارۍ مسالې ته پام ونشي له یوې خوا به ځوانان له حکومت نه واټن نیسي او له بلې خوا به په هېواد کې نا امنۍ زیاتې شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG