د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

جعفري: عربستان په بې شرمۍ او بې رحمۍ یو ملت وژني


د ایران د انقلاب ساتونکې ګارډ قومندان محمدعلي جعفري
د ایران د انقلاب ساتونکې ګارډ قومندان محمدعلي جعفري

د ایران د انقلاب ساتونکي ګارډ (سپاه پاسداران انقلاب) مشر سعودي عربستان تورن کړی چې په یمن کې د هوايي بمباریو په ترسره کولو د اسرایلو پر پل - پل ږدي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د دې هیواد د انقلاب ساتونکې ګارډ د قومندان محمدعلي جعفري له خولې وايي”د ایران دښمن سعودي عربستان په بې شرمۍ او بې رحمۍ یو ملت په بمباریو وژني.“

سني سعودي عربستان او شیعه ایران له اوږدې مودې راهیسې سیمه ییز رقیبان دي.

د مارچ له وروستیو راهیسې سعودي عربستان او ملګري هېوادونه یې په یمن کې د حوثي ملیشو او د هغوی د متحدینو د پرمختګ د مخنیوي په هدف د دې وسله والې ډلې پر مورچلو هوايي بریدونه کوي.

حوثي وسله والو د روان کال د جنوري په میاشت کې د یمن پایتخت صنعا ونیوه او ولسمشر عبدالربه منصور هادي یې اړه کړ چې سعودي عربستان ته وتښتي.

سعودي عربستان او د امریکا متحده ایالات ایران تورنوي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې او اکمالات برابروي. خو ایران دا تورونه رد کړي او وايي له یمن سره یوازې سیاسي ملاتړ او بشري مرستې کوي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي؛ له خپل ایراني سیال سره به په هغه لیدنه کې چې ټاکل شوې وه پرون ناوخته ترسره شي؛ د یمن پر شخړې هم خبري وکړي:

”زه ډاډمن یم چې د یمن مساله به یاده شي. ځکه چې ایران د حوثيانو له پلویانو څخه دی. له لومړۍ مرحلې څخه دویمې سیاسي او بشري مرحلې ته د سعودي بدلون او د هوايي بمباریو کمېدل؛ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب خبرو اترو ته د ستنېدو او د یو سیاسي هواري د موندلو لپاره دي.“

په داسې حال کې چې د یمن بحران لا هم دوام لري؛ د دې هېواد د شخړې د سیاسي هواري لپاره نړیوالې هڅې هم روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان پر هوايي بریدونو ایراني چارواکو سخت انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG