د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

ارګ: د هېواد دښمنان د پردیو په اشاره د افغانستان د ملي ګټو پرضد جګړه پرمخ وړي


د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرلو سره ویلي چې پر افغانانو باندې جګړه د بهرنیانو له خوا تحمیل شوې ده او په داسې یو وضعیت کې به ټول افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفینو سره مبارزه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې وسله وال مخالفین هڅه کوي؛ د فساد او وینو د بهولو په وسیله؛ د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن ایجاد کړي.

د جمهوري ریاست له لوري د دوشبنې په ورځ په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ د هېواد دښمنان د پردیو په اشاره د افغانستان د ملي ګټو پرضد جګړه پرمخ وړي او د ښځو، ماشومانو، دیني علمانو او سپین ږیرو وژلو ته ادامه ورکوي.

په اعلامیه کې د قران شریف د حج سورت د ۳۹ ایت په استناد راغلي چې له هغه چا سره جګړه فرض ده چې په خلکو جګړه تپي.

په یاد سورت کې راغلي:

"ژباړه: پر هغه کسانو چې جګړه تپل شوې وي؛ د جهاد اجازه ورکړل شوې؛ ځکه پر دوی ظلم شوی او خدای (ج) له دوی سره مرسته کوي."

خو په اعلامیه کې دا نه ده روښانه شوې چې د قران عظیم الشان له دې مبارک سورت څخه چې ذکر شوی؛ د دوی هدف څه دی؟

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې دامهال د کندز؛ بدخشان، فاریان په ګډون د افغانستان په شمال او شمال ختیځ یوشمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو کورنیو او بهرنیو وسله والو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه له هغه چا سره د جګړې توان لري چې د افغانستان په خلکو یې جګړه تحمیل کړې او ورسره به مبارزه وکړي او هیڅکله به افغانان د پردیو د تاوتریخوالي پر وړاندې د تعظیم سره ښکته نه کړي.

همدارنګه د جمهوري ریاست په اعلامیه کې له افغان دیني علمانو؛ عام ولس او مدني ټولنو څخه غوښتل شوي چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې یواځې پرینږدي.

له دې وړاندې افغان ولسمشر بدخشان ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتي وو چې د هېواد دښمنانو پر وړاندې سره یو موټي شي او ملي جهاد پيل کړي.

افغان چارواکي ډاډ څرګندوي چې د وسله والو مخالفینو هر ډول حملو پر وړاندې به په ټینګه او میړانه ودریږي.

XS
SM
MD
LG