د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

قطر په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت غواړي


په قطر کې نن د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو د پلاوي د خبرو وروستۍ ورځ ده.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت پرون (شنبه) په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د دوه ورځني؛ ازاد بحث د پيل خبر ورکړ.

په اسیايي چارو کې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال "یوسف بن خلیفه عبدالله الساده" پرون د دې هېواد دولتي خبري اژانس ته وویل چې غواړي د افغانانو لپاره د سولې اوثبات په ټينګښت کې مرسته وکړي او د افغانانو ترمنځ د ملي خبرو کوربانه دي.

د قطر دولتي خبري اژانس د الساده په حواله وايي؛ په دې خبرو کې ګډونکوونکي لوري به د ټولو افغانانو ترمنځ؛ د سولې د مذاکرو د پیل پر لارو چارو ازاد بحث وکړي.

الساده د قطر خبري اژانس ته ویلي:

"موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت غواړو. موږ دا خبرې د دې لپاره تنظیم کړې چې د ټولو افغاني اړخونو تر منځ اختلافات کم شي او د سولې لپاره د مذاکرو د پيل پر څرنګوالي یو ګډ نظر رامنځ ته شي."

په دوحه کې یو میشت افغان، ځدراڼ درویش چې پرون د غونډې یوې برخې ته ورغلی و؛ ازادي راډیو ته وویل:

"د ډيرې خوشالۍ فضا وه. ما حتی داسې فکر نه کاوه چې دوی به مخالفان وي. ما دلته میرمنې ونه لیدې، خو داسې ویل کیږي چې یوه ډله راغلې ده. نه پوهیږم چې هغوی د سولې د عالي شورا سره راغلې که خبریالانې دي."

د افغانستان د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي اسوشيېټډ پرېس ته ویلي چې د سولې د عالي شورا غړي د دوحې په خبرو کې د ځان له لورې ګډون کوي:

"هغوی به مخامخ سره وګوري خو موږ کومه توقع نه لرو."

د افغانستان د سولې د عالي شورا هیات د جمعې په ورځ قطر ته ولاړ.

ویل کیږي چې د طالبانو له لورې هم یوه ډله دوحې ته تللې ده.

وسله والو طالبانو ویلي، دا د سولې مذاکرې نه دي.

خو د افغانستان د سولي عالي شورا وايي چې دا پرمختګ د سولې د خبرو رسمي پيل ته یوه ښه مقدمه کیدلای شي.

د افغانستان د حکومت او د مخالفو ډلو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره مخکنۍ هڅې ناکامې شوې دي.

طالبانو په ۲۰۱۳میلادي کال کې په قطر کې رسمي دفتر پرانیست او خپل سپین بیرغ یې پورته کړ؛ خو د هغه مهال د ولسمشر حامد کرزي د شدید مخالفت له امله وتړل شو.

XS
SM
MD
LG