د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

په افغانستان کې خبریالان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي


د می درېیمه د مطبوعاتو د آزادي نړیواله ورځ ده؛ دغه ورځ د بېلابېلو غوڼدو په ترڅ کې د افغانستان دننه او په نورې نړۍ کې لمانځل کیږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په تېرو څوارلسو کلونو کې یې د لومړي ځل لپاره آزاد مطبوعات تجربه کړل.

افغان خبریالان له تېرو څو کلونو راهیسې د ازادو مطبوعاتو نړېواله ورځ لمانځي؛ خو د دې ترڅنګ ګڼ شمېر خبریالان له ګواښونو سره مخ دي.

د رسنیو د ملاتړ ادارې وایي چې تېر یو کال هم د افغان خبریالانو لپاره تر نورو کلونو له پیښو او ګواښونو ډک کال و.

د دوی په خبره په دې کال کې په ځانګړې توګه هغه خبریالان له ډیرو ګواښونو سره مخ وو چې له آزادو مطبوعاتو سره کار کوي.

په هېواد کې نا امني، جنګي حالت، د وسله والو ډلو زیاتېدل، د بهرنیانو له خوا د مالي ملاتړ کمېدل او نور دا هغه څه وو چې آزاد مطبوعات یې وګواښل.

د آزادو مطبوعاتو د ملاتړ یا "نی" اداره وايي چې په تېرې یوې لسیزې کې آزادو مطبوعاتو په ښه توګه پرافغاني ټولنې اغیز اچولی؛ خو حکومت په تېره او اوسنې دوره کې د مطبوعاتو د قانون د تطبیق لپاره هڅه نه ده کړې.

د دغه ټولنې مشر صدیق الله توحیدي له آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په تېر یوه کال کې افغان خبریالان له سختو ستونزو سره مخ وو؛ هغه دغه ستونزې په درېیو برخو ویشي:

"په خواشینۍ سره کله چې د جګړې ساحه پراخیږي؛ د خبریالانو خبر ورکول هم متاثریږي؛ بله مساله اطلاعاتو ته لاسرسي ده؛ متاسفانه تر اوسه پورې که قانون هم شته او په افغانستان کې نافذ دی؛ خو دا یو سخته خبره ده چې خبریالان وکولای شي؛ دولتي اسنادو ته لاسرسي پیدا کړي؛ بله مساله مالي مشکلات دي."

د نی د ادارې د کلني راپور له مخې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۵ پیښې ثبت شوي دي.

له دې ډلې څلور خبریالان وژل شوي چې په دوی کې د میترا ټلویزیون فلمبردار زبیر حاتمي؛ د مزارشریف د لحظه او بیان راډیو ګانو خبریالان خالد آګاه یعقوبي او پلوشه توخي او همداراز د ننګرهار د سپین غر راډیو خبریال عاقل وقار شامل دي.

د وینا آزادي له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې د افغان حکومت ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

خو خلک باور لري چې که دغه آزادي په نا سمه توګه وکارول شي؛ نو ټولنې ته زیان رسولی شي :

"محمد عثمان یم. مطبوعات چې ښه کار وکړي ښه رول لري؛ خلکو ته ګټه رسوي او که بد رول ولوبوي؛ تعصب اچولی شي، جنګ اچولی شي، وطن ورانولی شي."

که څه هم چې د بیان آزادي، مصونیت او امتیازات د خبریالانو حق دی؛ خو ډیری افغان خبریالان وايي چې له دغه حق څخه بې برخې دي.

دوی وايي، حکومت په ډېرو برخو کې پر دوی سخت سانسور وضع کړی دی.

په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې په ټولیز ډول نوي ژورنالیزم او د بیان آزادي ګام په ګام په افغانستان کې وده کړې؛ خویو شمېر خبریالان له حکومت څخه ګیله مند دي او یو شمېر نور بیا د کار چاپیریال ځان ته خوندي نه ګڼي :

"په افغانستان کې خبریالان له ډيرو ستونزو سره مخ دي. له امنیتي ستونزو سربیره په خپلو ادارو کې یې هغوی ته امتیازونه نه ورکول کیږي؛ حقوقي امتیازات یې ډير لږ دي، د ادارو د مسوولینو له خوا ورسره بد چلند کیږي؛ په تېره بیا نجونې ډیرې ستونزې لري."

ډېر شمېر کسان په دې باور دي چې په تېرې یوې لسیزې کې په بې ساري توګه آزادو مطبوعاتو او د بیان آزادي وده کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي هم پر همدې مسالې ټینګار کوي؛ خو د دغه وزارت سلاکار وايي چې د دې تر څنګ حکومت په هرې برخې کې له خبریالانو ملاتړ کړی.

جلال نوراني له آزادي راډیو سره په مرکه کې د لومړي ځل لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون تصویب د حکومت لاسته راوړنه ګڼي او وايي چې دا د خبریالانو کاري ضمانت دی :

"حکومت رسنیو ته د جواز ورکولو په برخه کې هیڅ ډول خنډ د ځان پر وړاندې نه دی جوړ کړی او د یوې رسنۍ د منځ ته راتګ زمینه یې برابره کړې.

دوهم حکومت یا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تر وروستي پړاو پر مخ یووړ.

د هغه تاوتریخوالي په اړه چې د خبریالانو پر وړاندې پراته دي؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت هیڅکله غلی پاتې شوی نه دی او هرکله یې د خبریالانو د ملاتړ لپاره غږ اوچت کړی."

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت معلوماتو له مخې اوس مهال ۱۶۰۰ چاپي رسنۍ ۱۵۰ راډیو ګانې او ۶۰ ټلویزیونونه په هېواد کې فعالیت کوي.

ډير ځلې پر یو شمېر رسنیو د پردیو د لاسپوڅو او پردیو ژبو ته د خدمت کولو تور لګول کیږي؛ خو شته داسې آزادې رسنۍ او خبریالان چې د بیان پر آزادي او آزادو مطبوعاتو باوري دي.

د آزادو رسنیو لپاره دغه کارکونکي خبریالان له حکومت څخه غواړي چې پر خپلو ژمنو ودریږي او د بیان د آزادي هغه اساسات دې عملي کړي؛ کوم چې د ولسواکۍ پر بنسټ يې له نړیوالې ټولنې او خلکو سره ژمنه کړې ده.

راپور: حمیده هارون عثمان

XS
SM
MD
LG