په کندوز ولایت کې دې وروستۍ جګړې د دې ولایت اوسېدونکي ډېر اندېښمن او زيانمن کړي دي.
د کندوز د ګورتيپې (ګل تپې) اوسېدونکي وايي دغو جګړو او ناامنيو تر نورو زيات زيانمن کړي دي.
د سيمې اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته وويل چې هرڅه ترې پر ميدان پاتې دي، نه خپل کښتونه کولاى شي او نه له خپلو څارويو او نور کار و باره خبر دي.
اجمل ارين ورباندې راپور برابر کړى دى