سره له دې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په تېرو دیارلسو کلونو کې د بیان آزادي د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بولي؛ خو وایې، چې لا هم ځينې رسنۍ پوره خپلواکي نه لري.
ښاغلي کرزي د یکشنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې د بیان د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه؛ پر رسنیو غږ وکړ چې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي:
"د افغانستان رسنۍ لا هم بهرني ملاتړ ته اړي دي. دا په ځينو مواقعو کې د رسنیو د آزادي د نقض لامل ګرځي."
له دې وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم له رسنیو څخه غوښتي وو چې نه باید د تروریستي ډلو د اطلاع رسونې وسیله و ګرځي.
نوموړي همدا راز له رسنیو غوښتي وو چې له حقایقو سترګې پټې نه کړي؛ خو هغوی ته یې د احتیاط سپارښتنه وکړه.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د می درېیمه په نړۍ کې د بیان د آزادۍ نړېواله ورځ ده.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته لسګونه تصویري؛ غږیزې او چاپي رسنۍ رامنځ ته شوې چې ځينې یې د بهرنیو مرستو په کمېدو سره بندې شوې.
په همدې حال کې کارپوهان هم وایي چې ځينې رسنۍ لا هم د ملي ګټو پر ځای بهرنیو او انفرادي ګټو ته کار کوي.
د چارو کارپوه زبیر شفیقي وایي، د دا ډول رسنیو خپرونې په ځینو مواردو کې د ملي ګټو پر خلاف وي.
"تاسو په پوهیږئ څینې تصویري رسنۍ او ټلویزیونونه په ملي مسایلو کې مثلاً د سولې په اړه چې زموږ د ملت تر ټولو ستر آرمان دی؛ دوی داسې خپرونې کوي چې متاسفانه د فراق او د جګړې او اوسني وضعیت د دوام یو لامل وي."
کارپوهان همدا راز وایي، ځينې کورنۍ رسنۍ د ځانګړو کړیو او هېوادونو اهداف تعقیبوي او ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.
دوی وایي، که حکومت پر دا ډول رسنیو څارنه زیاته نه کړي؛ نو ملي ګټې به د شخصي او پردیو هدفونو قرباني شي.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي؛ د هرې هغه رسنۍ پر وړاندې به اقدام وکړي چې ژورنالستیک اصول نه مراعتوي او خپرونې يې د افغانستان په زیان تمامې شي.