د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

پاکستان په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلى وکړ


د پاکستان حکومت وايي، چې په قطر کې د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د هر راز رسمي او غېر رسمي خبرو اترو هرکلى او د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې پر مټ يې په افغانستان کې سوله او ثبات راتلى شي.


دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت سکرتر اعزاز احمد چوهدري د يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وکړې.


چوهدري زياته کړه، چې هېواد يې تل د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کړى، ځکه چې د سيمې سوله او ثبات، د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلى دى.


پاکستان په داسې حال کې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې د خبرو اترو ملاتړ اعلان کړى، چې د پګواش په نامه یوې موسسې په قطر کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د لیدو زمینه برابره کړې ده.


د اعزاز چوهدري په خبره، که څه هم د دواړو غاړو ترمنځ دا خبرې اترې غېر رسمي دي، خو ښايي د رسمي هغو لپاره لار اواره کړي:


" موږ ددې خبرې ملاتړ کوو، چې د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ دې خبرې وشي. پاکستان په دې لړ کې هر ډول مرستو ته چمتو دى، ځکه چې سيمې امنيت، د افغانستان په سولې او امنيت پورې تړلى دى. که څه هم په قطر کې دا مهال غېر رسمي خبرې روانې دي، خو پاکستان د رسمي او غېر رسمي او هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې په نتيجه کې سوله رامنځته کېږي. "


که له يوې خوا پاکستان په قطر کې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو روانه لړۍ "غېر رسمي" بولي، نو له بلې خوا ددې هېواد د سياسي چارو ځينې کارپوهان بيا په دې باور دي، چې د افغانستان د سولې لپاره دا ډول ناستې او غونډې مهمې دي او ښايي ښېلاسته راوړنې به ولري.


د سياسي سيمه ييزو چارو څارونکي ايمل خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:


" چې کله تنازع وي، نو د فريقينو منځ کې خبرې اترې همېشه ګټورې وي. ددې په نتيجه کې فريقين د يو بل په موقف باندې پوه شي، د يو بل رايې واوري، له يو بل سره کېني. دا يو بل سره کېناستل چې دى، دا يو لوى برياليتوب په دې باندې وي، چې دا بيا مخکې د نورو خبرو او قدمونو لپاره لاره صفا کوي او که چيرې فريقين يو بل سره نه کېني، نو خبرې نه جوړېږي، نو د خبرې د جوړېدو لپاره فريقينو ته له يو بل سره کېناستل پکار دي.


دا اوس که په رسمي توګه دي يا په غېر رسمي توګه دي، هر شکل چې روان دى، مثبت قدم دى، هر شکل کې چې روان دى، زما په خيال دا يو مثبت قدم دى او په نتيجه کې يې بايد پېشرفت وشي او دا مختلف تنازعې او تاوترېخوالى کم شي او يو بل باندې پوهه زياته شي او د يو بل په مسئلو او موقف باندې د پوهېدو صلاحيت به پکې زيات شي."


د خټک په خبره، د پاکستان حکومت او پوځ اوس دې نتيجې ته رسېدلي دي، چې په افغانستان کې له سولې او ثبات پرته په سيمه کې امنيت او ټيکاو ناشونى دى، نو ځکه يې ښايي پر افغان طالبانو زور راوړى وي، چې خبرو ته کېني.


د يادونې وړ ده، چې په قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او وسله والو مخالفينو د استازو ترمنځ يوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه، چې د قطر د چارواکيو په وينا، موخه يې د ټولو افغاني اړخونو تر منځ اختلافات کمول او د سولې لپاره د مذاکرو د پيل پر څرنګوالي یو ګډ نظر رامنځته کول دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG