د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

ستانکزی: د قطرغونډه د سولې په لاره کې يو مثبت ګام ګڼل کېږي


د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريس وايي، د قطر غونډه د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره يو مثبت ګام ګڼل کېدی او اوس بايد دواړه لوري په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره خپل صداقت څرګند کړي.

معصوم ستانکزي په دې اړه له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې دا څرګندونې وکړې.

ده وويل د سولې د ټينګولو په لاره کې پراته ډېرخنډونه لېري شوي دي خوستونزې هم شته چې له هغو څخه يوه د وسله والو مخالفينو په لیکوکې د بهرنيو جنګياليو حضور دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريس معصوم ستانکزی وايي، د قطرغونډه د افغانستان د سولې په لاره کې يو مثبت ګام ګڼل کېږي او د هغه په وينا، د دواړو لورو ترمنځ دا غونډه رسمي نه ګڼل کېده، خو په دې غونډه کې د بيلابيلو ډلو استازيو او بيلابيلو سياسي کړيو برخه اخيستې وه چې هر يوه په افغانستان کې د سولې د ټينګولو په اړه خپل نظر څرګند کړ:

″د افغانستان د سياسي نظام کسانو، د سولې عالي شورا، د پارلمان يا مدني ټولنو، د ښځو استازو په دې غونډه کې برخه درلوده.

په عين حال کې د حکمتيار د اسلامي ګوند استازو په کې ګډون درلود او د طالبانو استازو په کې ګډون درلود.″

له وسله والو مخالفينو سره د بل پړاو د مذاکراتو د ځای او وخت په اړه ښاغلي ستانکزي وويل چې داسې کتنې پخوا هم شوي دي او بيا به په راتلونکي کې هم کيږي خو مهمه دا ده چې دا مذاکرات رسمي او منسجم وي او ټول لوري په کې له جدي ارادې او صداقت سره برخه واخلي او د عملي ګامونو اخيستلو ته تيار وي:

″دا بايد عملي سره وښيو چې په ريښتا سره موږ د جنګ د ختمولو لپاره قوي او سمه اراده لرو او دا اراده موږ د تدبير له لارې کولی شو چې یوځای ته يې ورسوو.

دوهم اساسي قدم به دا وي چې افغانان سره کيني خو په رسمي توګه کيني او په يوه ښه اراده سره کيني.″

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريس معصوم ستانکزي زیاته کړه چې د لورو ترمنځ له لومړي اختلافاتو څخه ځينې يې حل شوي دي.

لومړی دا چې طالبانو تراوسه د افغانستان پرحکومت باورنه درلود چې په مستقله توګه عمل وکړي او اوس دا ستونزه نوره نشته ځکه چې د افغانستان اوسني حکومت خپله اراده په عملي توګه څرګنده کړې ده او ټول ويني چې دغه حکومت په خپلو کارو کې جدي دی.

دوهمه موضوع له افغانستانه د بهرنيوځواکونو د وتلو د نيټې د تعين وه چې هغه هم واضح شوې ده او شااوخوا ۸۰ يا ۹۰ فيصده بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي دي او د جګړې په ميدان کې افغان ځواکونه قرباني ورکوي او له يوې خوا هم ملکي افغانان وژل کيږي او له بلې خوا هم افغانان.

د ښاغلي ستانکزي په وينا، يوه اساسي ستونزه دا ده چې د وسله والو مخالفينو په لیکو کې بهرني جنګيالي حضورلري چې د لنډې مودې لپاره هغوی ځکه چې پيسې لري او د افغانستان سيمې بې وزلې دي، هغوی کولی شي فعاليت وکړي خو د هغوی شتون د طالبانو په ګټه هم نه دی:

″د طالبانو اعتبارته هم يوه لويه صدمه رسوي. د مثال په توګه څه توجيه شته چې ته عادي مسافرله موټره کښته کړې او ووایې چې دا زما اسيران دي.

يا د جلال اباد پېښه څه تجيه لري؟ يا دا د سپورت په ميدان کې پېښه.″

د ښاغلي ستانکزي په وينا، په اخره کې افغانان ځانګړي دودونه لري او طالبان هم نه شي کولای له دې خلکو سره ګزاره وکړي او د دې خلکو حضور پخپله د طالبانو لپاره د سردرد جوړوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريس معصوم ستانکزي له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان په اړه د پاکستان په پاليسۍ کې هم تغير لیدل کيږي خو دا تغيربه هغه وخت صادقانه بلل کيږي چې د عملي معيارونو په تله کې کښېښوول شي.

XS
SM
MD
LG