د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

د فرخندې د وژنې په تور ۴ تنه په اعدام او ۸ تنه نور په حبس محکوم شول


د کابل ابتدایه محکمې د فرخندي په وژنه کې د تورنو کسانو له ډلې ۴ تنه په اعدام او ۸ نور يې په ۱۶ کاله تنفیذي بند محکوم کړل.

د کابل ښاري محکمې مشر صفي الله مجددي نن چهارشنبه د یادې محکمې د پایلو د اعلانولو پرمهال وویل چې د دې قضیې ۱۸ تنو ته د اسنادو او شواهدو د نشتوالي له امله برائت ورکړل شو.

نن چهار شنبه د کابل ښار د درېیمي ناحیې ښاري محکمې د فرخندې په وژنه کې د ۳۰ عادي تورنو کسانو په اړه حکم صادر کړ.

دغه محکمه به د ۱۹ تورنو کسانو چې پولیس هم په کې شامل دي؛ د راتلونکي یک شنبې په ورځ حکم صادر کړي.

همدارنګه د کابل ښاري محکمې رییس افغان امنیتي ځواکونو ته وویل چې د دغې پيښې پاتې درې تنه تورن کسان هم ونیسي.

XS
SM
MD
LG