د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

ښايي افغانستان د نړیوالو ملکي الوتنو لپاره ممنوع سیمه اعلان شي


د جون په میاشت کې د کابل له حکومت سره د افغانستان د هوايي چلن د کنټرول په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو قرارداد پای ته رسیږي او دا هیواد د افغانستان د هوايي حریم تنظیم افغان لوري ته ورسپاري .

دا هغه څه دي چې ښايي نړیوال هوايي شرکتونه اړ کړي چې افغانستان ته او همدارنګه د افغانستان د فضا له لارې نورو هیوادونو ته خپلې الوتنې لغوه کړي.

چارواکو او ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی، که چیرې د افغانستان د هوايي چلن د تنظیم لپاره یو هواري که موقت هم وي پیدا نه شي افغانستان به د الوتنو په وړاندې ممنوع سیمه وګرځي او دا کار به د افغانستان لپاره د میلونونو ډالرو عواید کم کړي او په نړیواله کچه به د پانګوالو او مرستندويانو په وړاندې د دې هیواد اعتبار زیانمن کړي .

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي د افغانستان هوايي حریم د اروپا او اسیا تر منځ د تګ راتګ مهم دهلیز دی چې د ۲۰۰۱ م کال راهیسې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو پوځیانو او یا د بهرنیو کمپنیو له خوا تنظیږي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن د خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو سره د افغانستان د هوايي حریم د تنظیم قرارداد د ۲۰۱۴ م کال په پای کې پای ته رسیدلی، خو ددې لپاره چې افغانستان په دې برخه کې بل بدیل پیدا کړي ولسمشر اشرف غني د هوايي حریم د ساتلو چارې د شپږ نورو میاشتو لپاره د امریکا په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره تمدید کړې .

ښاغلي رحیمې وویل چې اوس دوی له څو نړیوالو شرکتونو سره په خبرو بوخت دي او هیلمن دي چې د جون د میاشتې تر پای ته رسیدو پورې به له دې شرکتونو له یو سره توافق ته ورسیږي .

د افغانستان د ملکي هوايي چلن د خپلواکې اداري ویاند قاسم رحیمي د جاپان یادونه وکړه چې د افغانستان د هوايي حریم د تنظیم په نوي قرارداد کې یې د مالي مرستې ژمنه کړې .

خو جاپان په دې برخه کې ځینې شرطونه هم لري چې یو شرط یې د ښاغلي رحیمي په وینا دا دی چې د افغانستان له هوايي حریم څخه به بیا د امنیتي او پوځي اهدافو لپاره کار نه اخیستل کیږي .

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې دوی یو خصوصي شرکت ته د افغانستان د هوايي حریم د کنترول په سپارلو غواړي یو څه وخت تر لاسه کړي، چې په ترڅ کې یې د دې چارې لپاره د افغانستان د خپلو منابعو پر برابرولو او په دې برخه کې د کدرونو پر رزولو کار وکړي او په اوږده مهال کې دوی خپله د خپل هوايي حریم د ساتلو او کنټرول جوګه شي .

دا مهال د اماراتو ، ترکیې او هندوستان د هوايي شرکتونو په شمول یو شمیر نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې لري.

له اروپايي ټولنې څخه تر اوسه افغانستان ته ځکه الوتنې نه شته چې د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره ددې ټولنې له خوا د خوندیتوب د لازمو تدابیرو دکموالي له کبله نه ده تایید شوې .

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي که چیرې افغان حکومت د خپل هوايي حریم د کنترول په برخه کې له نوي شرکت سره قرارداد کوي او لګښت یې له خپلې بودیجې ورکړي دا به هم د افغانستان د مرسته کونکو هیوادونو لپاره سخته تمامه شي .

دې خبري اژانس په کابل کې د یو لویدیځ ډیپلوماټ له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، نړیواله ټولنه نه غواړي په یو داسې وضیعت کې و اوسي چیرې چې باید پرله پسې لګښت وکړي او هغه هم ددې لپاره چې افغان چارواکي په جدي ډول نه غواړي خپل مسولیتونه ترسره کړي .

دې خبري اژانس ویلي ، د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو هغه اسناد چې دوی کتلي ښيي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه نه غواړي تر جون وروسته د شپږو نورو میاشتو لپاره د افغانستان د هوايي چلن کنترول تمدید کړي .

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغانستان د ملکي هوايي چلن د خپلواکې ادارې د چارواکو له خولې وايي د افغانستان له لارې هوايي ترافیک افغانستان ته د کال درې دیرش ملیونه ډالر عواید لري ، او که په دې برخه کومه ستونزه راشي نو افغانستان ته هم د اقتصاد او هم اعتبار له پلوه دروند ګوزار ګڼل کیږي .

XS
SM
MD
LG