د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د امريکا ولسمشر د ايران پر سر د خليج پر مشرانو فشار راولي


ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په راتلونکي اوونۍ کې د خلیج د متحدانو په مشریزه غونډه کې یو ځل بیا له هغوى څخه وغواړي چې د ایران د توغندیو په مقابل کې دې د سیمې په سطحه پراخ دفاعی سیستم ولګوي او په دې توګه به د تهران د اټومي معاملې په اړه د عربي هیوادونو اندېښنې راکمې شي.

امریکایي چارواکي وایي، د عربي هیوادونو مشرانو ته د جمهور رئیس اوباما په دې وړاندیز کې به د امنیت د لا ښه کولو په اړه ژمنې، د وسلو پلورلو نوې معاملې او د ګډو پوځي تمریناتو کول هم شامل وي.

جمهور رئیس اوباما به دغه راز د خلیج عربي هیوادونو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړي چې واشنګټن دوى یوازې نه پرېږدي.

په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس اوباما او د خلیج د شپږو عربي هیوادونو د همکارۍ شورا د مشرانو غونډې ته له یوې اوونۍ لږ وخت پاته دی، امریکایي چارواکي له عربي ډپلوماټانو سره د دې کتنې مخکې تیاریو او انتخاب په اړه بحثونه کوي، خو د چارواکو په وینا، تر اوسه د امریکا د جمهور رئیس د احتمالي وړاندیزونو په اړه کومه پرېکړه نده شوې.

رویترز آژانس لیکي: د جمهور رئیس اوباما لپاره ډيره ګرانه ده چې له شیعه ایران سره د جون د دیرشمې نیټې وروستۍ اټومي معاملې او د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو د سني عرب مشرانو شکونه لرې کړي او هغوى ته قناعت ورکړي.

که چیرې جمهور رئیس اوباما عرب مشرانو ته قناعت ورنکړاى شي، د امریکا او عربي متحدانو ترمنځ اړیکې به نور هم خراب شي او که چیرې د دې هیوادونو پر وړاندې متحده ایالات خپل دفاعي تعهدات زیات کړي په هغه صورت کې به واشنګټن د منځني ختیځ په نویو شخړو کې ښکیل شي.

کله چې د نړۍ شپږو طاقتونو له ایران سره تیره میاشت د اټومي معاملې د چوکاټ تړون لاسلیک کړ، جمهور رئیس اوباما د خلیج د همکارۍ شورا مشرانو ته په واشنګټن کی د کتنې بلنه ورکړه .

د امریکا د اصلي متحد سعودي عربستان په ګډون، د خلیج عربي هیوادونه اندیښمن دي چې ایران به د اټم بم جوړولو څخه لاس وانخلي او کله چې ورباندې لګول شوي بندیزونه لرې شي، د سوریې، یمن او لبنان په څیر هیوادونو کې به د خپل نفوذ د پراختیا په مقصد، د نیابتي قوتونو لپاره پریمانه پیسي واستوي.

امریکایي چارواکي چې د امریکایي سیاستوالو له داخلي بحثونو نه خبر دي وایي، جمهور رئیس اوباما تر زیات فشار لاندې دی چې د عربو د بیرې د له منځه وړلو په مقصد دي هغوى ته خپلې ژمنې لا قوي کړي.

جمهور رئیس بارک اوباما به بالاخره له سعودي عربستان او د خلیج له نورو عربي هیوادو سره بشپړ امنیتي تړون لاسلیک نه کړي او دا ځکه چې دا تړون باید د امریکا سنا چې د جمهوریت غوښتونکي ګوند غړي په کې اکثریت دي، تصویب شي او دغه راز ممکن د امریکا د مهم متحد اسرائیلو سره ستونزې رامنځ ته کړي.

یو جګپوړی امریکایي چارواکی په ټینګار سره وایي، د جمهور رئیس اوباما او د خلیج د عربي هیوادونو له مشرانو سره راتلونکې غونډه دوه طرفه جاده ده.

په عین حال کې واشنګټن به عربي مشران وهڅوي چې خپل منځۍ سیالۍ او دښمنۍ پریږدي او د خپلې دفاع لپاره د ګډې او ښې همکارۍ لارې پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG