د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

علومي: د دښمن هرحرکت او هره پلمه په میړانې سره شنډولای شو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، تروریستي ډلې نه شي کولای چې په نویو نومونو ځانونو ته په افغانستان کې سنګرونه جوړ کړي.

د کورنیو وزیر نورالحق علومي دا خبره د چهارشنبه په ورځ په کابل کې د پولیسود ځانګړې قطعې د یو شمېر سرتیرو او افسرانو د ستایلو په غونډه کې وکړه.

ده وویل، افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال دا وړتیا لري چې د مخالفینو هر ډول حملې شنډې کړي.

افغان امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې پخواني تروریستي ډلې چې نن سبا په هر نوم او هره جامه، په هېواد کې ناامني رامنځته کړي، افغان امنیتي ځواکونه به یې وځپي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وویل، افغان امنیتي ځواکونه او په تیره د ملي پولیسو ځانګړې قطعي اوس مهال دومره مسلکي، تجهیز او پیاوړي شوي چې د دښمن هر حرکت او هره پلمه په میړانې سره شنډولی شي:

″افغانان مسلمان او با ایمانه خلک دي، هغوی چې پرون یې په بل نامه او نن د داعش په نامه په افغانستان کې ویره اچوي په دې هېواد کې ځای نه لري، داسې ویره اچوونکې ډلې چې د هېواد په هرځای کې فعالیت وکړي، امنیتي ځواکونه چمتو دي چې ويې ځپي.″

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د پولیسو ځانګړې قطعه په یو زرو درې سوه درې اتیا یم لمریزکال کې، د دې وزارت په تشکیلاتو کې جوړه شوې چې اوس مهال په زرګونو منسوبین لري او د هېواد په هر ولایت کې د سولې او ثبات د ټینګولو په هدف له مخالفینو سره جنګیږي.

د افغانستان د ملي پولیسو د ځانګړې قطعي مسوولینو وویل، له کومې ورځې راهیسې چې امنیتي مسوولیتونه، له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو او په تیره ملي پولیسو ته سپارل شوې، دې قطعې په ټول هېواد کې د وسله والو مخالفینو پر ضد کابو دوه زره عملیات کړي، له زرو زیات مخالفین یې وژلي، شاوخوا یو زرو څلور سوه یې ټپیان او په سلګونو یې نیولي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان په ځینو لویدیځو او شمالي ولایتونو کې وسله والو مخالفینوپه ځانګړي ډول د داعش په نامه یوې نوې ډلې د افغان ځواکونو پرضد خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی او د کندز، بدخشان، غزني، زابل، او فراه ولایتونو ځیني ولسوالۍ یې ناامنه کړي دي.

د ملي پولیسو د ځانګړې قطعې یو شمېر سرتیرو ازادي رادیو ته وویل چې که د عملیاتو پرمهال هوايي ځواکونه د دوې ملتیا وکړي، د هېواد په هره سیمه کې به د مخالفینو فعالیتونه شڼد کړي.

د دې قطعې دوو منسوبینو رحمت اله او عبدالمحبوب ازادي رادیو ته وویل:

″۱-یوکال کیږي چې په دې قطعه کې شامل شوی یم، په اکثروعملیاتو کې اشتراک کوو، تجهیزات موښه دي، یوازې د هوايي ځواکونو کموالی احساسوو.

″۲-موږ په ښو وسلو او تجهیزاتو سمبال یو خو که هوايې ځواکونه له موږ سره وي، ښه به وي.″

کارپوهان وايي، تروریستي ډلې له پخوا نه په دغه هېواد کې فعالې دي.

دوی وايي، د داعش ډله هم هماغه پخواني وسله وال طالبان دي خو اوس یې خپل سپین بیرغونه پر تورو اړولې دي.

ځیني افغان امنیتي مسوولین تاییدوي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش موجودیت حقیقت لري او هڅې کوي چې سربیره پر افغانستان، د سیمي ځیني نور هېوادونه هم ناامنه کړي.

که څه هم افغان امنیتي ځواکونه د داعش موجودیت خطرناک ګڼي خو دا هم وايي چې د مخینوي لپاره یې تدابیر نیولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG