د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

په سرپل کې ولسي خلکو د وسلوالو پرضد وسله اخيستې


په سرپل کې یو شمیر خلک د حکومت مرستې ته انتظار ستړي کړي او له همدې کبله یې خپله له خپلې سیمې څخه د وسلوالو د ایستلو لپاره وسلې راپورته کړي دي.

رحیم الله چې د سوزمه کلا د ولسوالۍ یو اوسیدونکی دی په هغو کسانو کې شامل دی چې په سرپل کې یې د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو خلاف جګړه پیل کړې. نوموړي ازادي راډیو ته وویل :

” موږ په داسې سیمه کې پوسته لرو چې د طالبانو په وړاندې لومړۍ کرښه ده . اوس ددې لپاره راغلي یو چې وسلې او مهمات راسره کم دي . د حکومت مخالفو وسلوالو ظلم راسره وکړ. د خلکو سرونه یې پرې کړل ، خلکو ته یې ازار ورکړ . زما د کاکا زوی یې په خپل دکان کې بې ګنا وواژه. موږ هم د طالب پر ضد وسله واخیسته . “

د کوهستانات ولسوالي اوسیدونکي عبدالله ازادي راډیو ته وویل د کورنۍ ټول پنځه نارینه یې د طالبانو پر ضد ملیشې سره یو ځای شوې دي .

نوموړی وايي د وسلو په برخه کې د حکومت د ژمنو سربیره ورسره تر اوسه هیڅ مرسته نه ده شوې .

ځايي چارواکو ویلي چې سیمه يیزو خلکو د افغان سرتیرو سره دغلته د یوې اونۍ په عملیاتو کې اوږه په اوږه برخه اخیستي . د دوی په وینا په دې عملیاتو کې له طالبانو څخه څلوېښت کلي بیرته نیول شوي دي .

د سرپل په تقریبا نیمو ولسوالیو کې د حکومت وسلوال مخالفان فعال دي . په دوی کې یو شمیر یې طالبان دي ، ځینې یې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ وسلوال دي او یو شمیر داسې ډلې هم په کې شته چې ځانونه داعش ته وفادار بولي . په سرپل کې د افغانستان یو پوځي چارواکي اسدالله خرم ازادي راډیو ته وویل:

” د مخالفو وسلوالو جبهې ډیرې پراخې شوې دي . زموږ د ځواکونو شمیر کم دی ، نه شی کولی ټولو ځایونو ته ځانونه ورسوي ، یوازینۍ د هواري لاره یې ولسي پاڅونونه دي څو امنیت بیرته ټینګ شي . ټول خلک چمتوالی لري خو په دې اړه چې ددې پاڅونونو ښه ملاتړ وشي د حکومت حرکت لږ ورور دی . “

سرپل یو داسې ولایت دی چې په بیلابیلو قومونو پورې اړوند خلک په کې میشت دي . په تیرو څو کلونو کې دا ولایت په پرلپسې توګه د ناکراریو شاهد و . د حکومت مخالف وسلوال عموما دغلته د شپې د پولیسو پر پوستو بریدونه کوي او ویل کیږي چې د نشه يي موادو قاچاق وړونکې ډلې هم په کې فعالې دي .

د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په نوم د بهرنیو وسلوالو یوه ډله هم دغلته فعاله ده او په دې وروستیو کې د شمال لویدیځو سیمو خوا ته هم خپل فعالیتونه پراخ کړي دي .

XS
SM
MD
LG