د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

خاطره چې د پلار له خوا پرې جنسي تېری شوی، عدالت غواړي


که څه هم د افغانستان په ځینو سیمو کې پر ښځو او نجونو د جنسي تېریو خبرونه خپاره شوي؛ خو داځل یوه داسې زړه بوږنوونکې او له شرمه ډکه پېښه رسنیو ته راوتلې چې په اورېدو يې هر نارینه شرمیږي؛ دردیږي او د پيښې د عامل محاکمه غواړي.

پېښه د خاطرې په نامه پریوې نجلۍ د دې د پلار له خوا د جنسي تېري قضیه ده.

خاطرې د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ کلونه کیږي چې خپل پلار یې پرې په زوره جنسي تیری کوي چې د همدې نا جایزه جنسي تیري په نتیجه کې؛ د دوه ماشومانو مور شوې ده.

دې وویل، کال مخکې یې د خپل پلار له ظلمه دولت ته عریضې ورکړې دي.

دې له حکومتو وغوښتل چې ژر ترژره دې د ده پلار محاکمه شي:

"پلار مې ظالم و، دا کار یې زما په حق کې وکړ؛ ټول قوم ته مې وویل، هیچا راسره مرسته ونه کړه. له کوره یې بهر نه پرېښودم. دولت ته مې عریضه وکړه، پلار مې اوس بندي دی. نتیجې هم وښوده چې دا ماشومان زما له پلاره دي. یوه نیمه میاشت کیږي چې د محاکمې په تمه یم؛ خو محکمه نه دایریږي."

خاطره په داسې حال کې د خپل پلار پر محاکمه کېدو ټینګار کوي چې ټاکل شوې وه؛ د خاطرې پلار "حلیم" د شنبې په ورځ د کابل ښار په لومړۍ قضایي ناحیه کې په علني ډول محاکمه شي؛ خو په دې ورځ دغه محاکمه د نا معلومو دلایلو له امله وځنډېده.

خاطرې د محکمې په مخ کې ازادي راډیو ته وویل؛ دولس کلنه وه چې پلار یې د لومړي ځل لپاره پرې؛ په زوره جنسي تیری وکړ.

د ژیړبخنو سترګو لرونکې غنمرنګه خاطره وايي چې اوسمهال درویشت کلنه ده؛ خو له الوتي رنګ، کمزوري بدن اونیمځالو جامو داسې ښکارېده لکه؛ اوه یا اته دېرش کلنه چې اوسي.

خاطره چې څلورکلنه لور یې له ګوتې نیولې او درې میاشتینی زوی یې د دې د مور په غیږ کې و؛ ویې ویل، که پیښه مې رسنیو ته نه وای ایستلې؛ حکومت به مې پلار هیڅکله هم نه و بندي کړی.

د خاطرې مور زهرا نومېده او په داسې حال کې چې د کابل سره لمرته له خپلې لور او د لور له ماشومانو سره ولاړه وه؛ له حکومته یې وغوښتل؛ د دې خاوند چې د پیښې عامل دی، ژر ترژره محاکمه کړي:

"لومړی مې خپلې خواښې او بیا مې لیورونو ته وویل؛ بیا مې درې ځلې دولت ته مراجعه وکړه.

زه نور څوک نه لرم، له عدلي او قضایي ارګانونو غواړم چې عدالت وکړي."

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون دا پیښه غندي او عامل ته یې سخته سزا غواړي.

د مدني ټولنې غړي وايي، په داسې مواردو کې د پرېکړو ځنډول؛ د خلکو په ګټه نه دي.

د ولسي جرګې غړې او د ښځود حقونو فعالې شینکۍ کړوخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا پېښه د اسلام او انسانیت او د افغانستان د ملي ارزښتونو خلاف عمل دی؛ په دې برخه کې باید عدلي او قضایي ارګانونه ډېر ژر پرېکړه وکړي چې نور خلک ځنې عبرت واخلي."

د خاطرې د معلوماتو له مخې د دې لپاره چې پلار یې له قانون څخه پټ پاتې شوی وي؛ وروستي څو کلونه یې په بغلان، کندز، کابل او پروان ولایتونو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای تېر کړي دي.

عدلي او قضايي ارګانونه وايي؛ د تېري کوونکي دوسیه بشپړه او په راتلونکو څو ورځو کې به محاکمه شي.

دا چې دا محکمه به کله دایریږي او د پیښې عامل ته به کومه سزا اورول کیږي؛ دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG