د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د طالبانو له خوا د شب نامو خپرېدا د پغمان خلک اندېښمن کړي


د کابل د پغمان ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي وايي؛ طالبانو په درې کلو کې د شب نامو په خپرولو سره اوسیدونکي ګواښلي چې په دولتي ادارو کې دې له کارکولو لاس په سر شي.

د افغانستان په ولایتونو کې د نا امنیوو په دوام د افغانستان وسله والو مخالفینو په کابل کې هم خپل تبلیغات پراخه کړي او خلکو ته یې ګواښ کړی چې له دولت سره همکاري ونه کړي.

دغه ګواښونه په پغمان ولسوالۍ کې د شب نامو په خپرولو سره شوي چې د دغه ولسوالۍ اوسیدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د پغمان ولسوالۍ د سه ګنبد کلي یو اوسیدونکي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"شب نامه په دیوال کلکه شوې وه او به کې لیکل شوي وو؛ چا چې د پولیس، ملي اردو او اربکیانو جنازه وکړه خپل سر به یې پرې شي."

د دغه کلي اوسیدونکي د شپې له خوا د طالبانو د فعالیتونو خبره کوي. د هغوی نه مو د هغه جومات نښه وغوښته چې شب نامه پرې لیکل شوې وه.

د دغه جومات ملا امام له موږ سره خبرې ونه کړې؛ خو د سیمې اوسیدونکي وايي چې طالبانو درې ورځې مخکې خلک په شب نامو ګواښلي وو او دایې هم لیکلي وو چې خپل د کورنۍ غړي په دولتي ادارو کې کار کولو ته مه پرېږدئ.

دوی له حکومت نه غواړي چې د دوی د امنیت لپاره کوټلي او جدي ګامونه واخلي.

همدا موضوع مو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند صدیق صدیقي مخې ته کېښوده؛ ښاغلی صدیقي د طالب وسله والو له خوا د شب نامو خپرول د دوی ناوړه تبلیغات وبلل:

"دښمن ناوړه تبلیغات کوي، غواړي چې د شب نامو په خپرولو سره خپله ویره پټه کړي؛ پولیس د پغمان د خلکو په همکارۍ هره هغه څه چې ورته اړتیا وي؛ هغه به تر سره کړي."

د پغمان ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي وايي چې ورته شب نامې په عیسی خېلو او پشه يي کلو کې هم خپرې شوې دي؛ خو د سیمې مشرانو د خپل ځان د امنیت په خاطر دغه موضوع پټه کړې ده.

تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دغه ولسوالۍ له ارغندې سیمې څخه د حقاني د شبکې د درېیو غړو، د وسلو د یوې ډیپو او انتحاري واسکټ د نیونې خبر هم ورکړی و.

خو اوس کابل ته نېږدې په پغمان ولسوالۍ کې د شب نامو خپرول د افغان امنیتي ځواکونو لپاره څه پیغام درلودلی شي؟

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په دې اړه وايي:

"موږ هیله من یو چې افغان دولت له دې حالته راووځي؛ د افغانستان د کشفي او اسخبارتي ځواکونو چلند باید جدي وي او د دشمن دغو تبلیغاتو ته باید په اساسي ډول رسیده ګي وشي او که داسې ونه شي کیدای شي چې لویې ستونزې راولاړې شي."

تر دې د مخه د افغانستان د ملي امنیت ریاست د کابل په دروازو کې د وېره اچوونکو له موجودیت خبرداری ورکړی و او په تېره یوه میاشت کې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د مخالفینو حملې دا ښيي چې ښار میشتي هم د وسله والو مخالفینو له فعالیتونو خوندي نه دي پاتي.

XS
SM
MD
LG