د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې نښته روانه ده


د پکتيا ولايت د احمدخېلو ولسوالۍ په وام سيمه کې وسلوالو په ملي او محلي پوليسو بريد کړی دی، چې د سيمې د خلکو په وينا مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.

د پکتيا ځينې امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط همدومره وايي، چې څو شېبې وړاندې وسلوالو د مرکز ګردېز او پټان ترمنځ غځېدلې لويې لارې پر سر لجې منګل ته څېرمه د وام په ساحه کې بريد شوی دی.

د دغه کس په وينا، چې د څمکنيو، پټان او مرکز څخه مرستندويه ځواکونه سيمې ته تللي دي خو په وينا يې له هغوی سره مرکز ګردېز هېڅ ډول اړيکه نه شي ټينګولای.

دغه کس چې ازادۍ راډيو ته يې د نوم نه ښودلو په شرط معلومات ورکړل وايي، چې دوی د مرګ ژوبلې په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري او نه يې هم په لار د تېرېدونکو او مرستندويه پوليسو سره اړيکه ټينګيږي.

د پکتيا ولايتي شورا وکيل ډاکتر عالمير بهرام زوی وايي، چې د سيمې د خلکو څخه يې معلومات ترلاسه کړي دي، چې په رينجر موټر چې د وسلوالو له لوري ويشتل شوی دی، لا هم اور بليږي او په خبره يې که سيمې ته امنيتي مرستندويه ځواکونه ونه رسيږي، د تلفاتو شمېره هم لوړېدلی شي.
سلوالو طالبانو ويلي دي، چې د احمدخېلو ولسوالۍ په وام سيمه کې دوی په افغان ځواکونو بريد کړی، ۱۰ تنه يې وژلي يو پېلډر او يو سراچه موټر يې سوځولي او يو طالب هم وژل شوی دی.

د دغې پېښې په اړه د سيمې خلک وايي، په سيمه کې دومره څوک نشته، چې د افغان زخمي ځواکونو مرستې ته ورشي.

نور جزيات وروسته.

XS
SM
MD
LG