د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

زابل: د ۱۲برمته شویو مساپرو د خوشې کولو هڅې روانې دي


د زابل ولایت سیمه يیزچارواکي وايي، د دولسو پاتو برمته شویو خوشې کولو ته هڅې روانې دي.

د دې ولایت چارواکي هیله ښيي، چې، پاتې دولس برمته شوي به هم په نږدې راتلونکې کې خوشې شي.

د زابل د ولایت ویاند ګل اسلام سیال د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

((لکه څرنګه د یودیرشوله جملې نه نوولس خوشې شول، د زابل سیمه يیزو چارواکو هڅې تیزې کړي چې پاتې به هم راخوشې شي.

موږله لومړی ورځې راهیسې په دې قضیه کې بې پروا نه یو، هره ممکنه لاره مو نیولې، هیله ده په دې بریالي شو، چې پاتې برمته شوي هم خوشې شي.))

د زابل ولایت چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې، د یودیرشو برمته شویو له جملې نه نوولس خوشې شول چې اوس مهال د کابل ښارپه یوه روغتون کې تردرملنې لاندې دي.

څه کم درې میاشتې مخکې د کابل-کندهار په لویه لار د زابل ولایت د شاجوې په ولسوالۍ کې، وسله والو مخالفینو یودیرش مساپر برمته کړي وو.

که څه هم ویل کېږي چې نوولس خوشې شوي د وسله والو مخالفینو له یو شمېر کسانو سره چې له دولت سره وو، تبادله شوي خو د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني څو ورځې مخکې دا خبره رد کړه او ويې ویل، چې د نوولسو برمته شویو د خوشې کولو لپاره هیڅ ډول تبادله نه ده شوې.

په عین وخت کې د دولسو برمته شویو د کورنیوغړیو له ازادي سره په خبرو کې یوځل بیا له حکومته وغوښتل، چې د دوی د کورنیو د غړیو خوشې کولو ته دې هم هڅې وکړي:

((زما دوه زامن سیدګوهر او سیدرضاء مخالفینو له ځانونو سره وړي وو، یو یې د نوولس کسانو کې خوشې شو، خو سید رضاء تر اوسه هم لادرکه دی، له حکومت هیله کوم چې د نورو برمته شویو خوشې ته دې هم اقدام وکړي.))

د نوولسو خوشې شویو کورنۍ وايي، خوشې شوي نوولس واړه په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي. دوې د خوشي شویو ناروغانو پر درملنې هم ټینګار وکړ.

د زابل په ولایت کې د یودیرشو برمته شویو پیښه لومړی نه ده، بلکې پخوا تردې هم په ځینو لویو لارو کې مخالفینو د موټرو ځیني سپرلۍ کښته کړي او له ځانونه سره یې نامعلومو ځایونو ته رسولي دي.

عام خلک او کارپوهان له حکومته غواړي، چې د لویو لارو امینت ته دې تدابیر جدي کړي.

دوې وايي، که د دې لارو امنیت ډاډمن نه شي، له یوه ولایته به تل د خلکو په تګ راتګ او همدارنګه په سوداګریزو چارو ناوړه اغیز پریوځي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG