د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د تماس ډلې له افغانستان سره د شوېو ژمنو پر پلي کیدو ټینګار وکړ


د تماس د نړېوالې ډلې د کنفرانس ګډون کوونکو له افغانستان سره د مرستو په دوام او له دې هېواد سره د شویو ژمنو په پلي کولو تاکېد وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تماس د نړېوالې ډلې دا کنفرانس، د هېواد د ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم ګڼي.

د دې وزارت چارواکې وايي، چې د دې کنفرانس د ژمنو پلي کول به د افغانستان او سیمې روانې ستونزې کمې کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل د پنجشنبې په ورځ د دې کنفرانس د اهدافو په هکله وویل:

((نن د افغانستان پرامنیتي قواو، د افغانستان پر امنیت، د امنیتي قواو په ضرورتونو، د توکېو د چارچوب په باره کې، د قلب اسیا پر پروسې، د اقتصادي همکاریو پر کنفرانس، د بشر د حقونو او پر انتخاباتو بحثونه وشول.))

د تماس د نړېوالې ډلې په شپاړسم کنفرانس کې، د نړۍ د پنځوسو هېوادونو او سازمانونو څه باندې سلو استازیو ګډون کړی و.

د تماس د نړېوالې ډلې ريیس او د جرمني ځانګړي استاري مایکل کخ وویل، سره له دې، چې افغان حکومت په هېواد کې د شته ستونزو کمولو ته هڅې کړي، خو پکار ده چې دا هڅې نورې هم پراخې او جدي شي:

((د بشرد حقونو په برخه کې په افغانستان کې ډیر پرمختګونه شوي.

موږ باید په دې پوه شو چې په دې برخه کې نورکارونه هم وشي.))

په افغانستان د تماس د نړېوالې ډلې لومړی کنفرانس په دوه زره نهم میلادي کې دایر شوی و.

په عین وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي، انیل فېلډ مین، له افغانستان سره د امریکا او نړېوالی ټولنې د مرستو پر دوام تاکېد وکړ:

((موږ واضحوو چې په راتلونکي کې هم د خپلو دوامداره مرستو ژمنه کوو او غواړو چې دا مشارکت دوام وکړي.))

امریکا په داسې حال کې له افغانستان سره د لامرستو په دوام تاکېد کوي چې په تیرو شاوخوا دیارلسو کلونو کې امریکا او نړېوالې ټولنې، له دې هېواد سره د میلیاردونو ډالرو مرسته وکړه، خو ویل کېږي چې په دې هېواد کې د اداري فساد د موجودیت له امله، د دې مرستو ډیره برخه پرځای ونه لګیده.

کارپوهان وايي، له دې مرستو څخه په ناوړه ګټې اخیستنه کې، سربیره پرځینو افغان مسوولینو، یو شمېربهرنيانو هم لاس درلود.

دوی ټینګارکوي چې افغان دې په راتلونکې کې، د دې مرستو د شفاف لګښت جدي څارنه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG