د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

ولسمشر غني وايي پاکستان له طالبانو سره په مرستو کولو اعتراف کړی


ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه د خبرو پرمهال لومړی د افغانستان او پاکستان ترمینځ او په دوهم ګام کې له وسله والو مخالفینو د سولې پر اړتیا ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د افغانستان لپاره د تماس د نړېوالې ډلې غونډې ته په وینا کې د افغانستان جګړه یوځل بیا تحمیلي وبلله او په دې ترڅ کې یې د پاکستاني چارواکو د هغو ویناوو یادونه وکړه چې له وسله والو طالبانو سره پر مرستو یې اعتراف کړی:

"موږ د یوې غبرګې سولې په لټه کې یو؛ یوه د افغانستان او پاکستان ترمینځ سوله او بله د افغان حکومت او وسله والو سیاسي مخالفینو ترمینځ سوله.

له موږ سره یوه نااعلان شوې دښمني روانه وه چې زموږ پاکستاني همکارانو اعتراف هم پرې کړی. دا د دوو دولتونو ترمینځ مقدماتي سوله ده؛ خو د دې کار لپاره باید پر تېرو میراثونو برلاسي شو."

ښاغلي غني زیاته کړه، دی د پاکستان د صدراعظم نوازشریف له دې وینا چې د پاکستان له خاورې به هېچا ته د افغانستان پرضد د کار اخیستو اجازه نه ورکوي؛ ډېر خوشاله شوی، خو ده ټینګار وکړ چې پاکستان باید خپله دا ژمنه په عمل کې ثابته کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره خورا زیاتې؛ خو بې نتیجې هلې ځلې وکړې.

د ولسي جرګې د نړېوالو چارو د کمیسیون غړی نادرخان کټوازی هم باور لري چې سوله باید له پاکستان سره وشي؛ ځکه دا هېواد د افغانستان د جګړې اصلي مقابل لوری دی:

"منطق هم دا تقاضا کوي چې اول له هغه چا سره چې طالبان یې په غېږ کې نیولي او طالبان یې روزي باید له هغه سره روغه وکړو؛ ترڅو زمینه دې ته برابره شي چې له طالبانو سره روغه وکړو.

د ولسمشر دا خبره زه منطقي بولم ځکه چې تېر حکومت کې هم همدا د سولې شورا وه او پخواني ولسمشر پاکستان ته تقریباً شل سفرونه وکړل؛ مګر هلته زموږ ډېر وخت په فرعي مسایلو تېر شول؛ د مثال په ډول: څو سفرونه ولسمشر د ملابرادر د خلاصولو لپاره وکړل چې هېڅ نتیجه یې نه درلوده."

ښاغلی کټوازی وايي، د پاکستان پر وړاندې د اوسني حکومت دریځ د پخواني حکومت په پرتله ډېر قاطع دی:

"جمهور رییس په ډېر قاطعیت سره پاکستان ته ویلي دي چې تاسې د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې عملي بدلون راوستی شئ کنه؟ که یې راوستی شئ، نو د پاکستان حکومت ته تر نهو میاشتو پورې وخت شته چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي او موږ په دې پوهېږو چې د افغانستان وسله وال مخالفین چې دي؛ هغوی ټول د پاکستان له خوا حمایه کېږي او له دې پاکستان هم انکار نه کوي او نه یې کولای شي."

ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې زیاته کړه؛ هغو وسله والو ته چې سوله کوي؛ ښه راغلاست وايي، خو زیاته یې کړه چې د سولې له مخالفو طالبانو سره به د زور په ژبه خبره وشي.

XS
SM
MD
LG