د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د فرخندې د وژنې دوسیه د غور لپاره اړوندې څارنوالۍ ته لېږل کیږي


د کابل ابتدایه محکمه وايي چې سبا (د شنبې) په ورځ به د فرخندې د قتل دوسیه د غور لپاره اړوندې څارنوالۍ ته ولیږي؛ ترڅو دغه دوسیه د تعقیب لپاره استناف محکمې ته وسپارل شي.

سره له دې چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او د فرخندې د وژنې د حقیقت موندونکي پلاوي غړي په دې باور دي چې د فرخندې د وژنې په قضیه کې عدالت نه دی پلي شوی؛ خو د کابل دابتدایه محکمې رییس دا خبرې ردوي او ټينګار کوي چې په دې قضیه کې بشپړ عدالت تامین شوی.

صفي الله مجددي د جمعي په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې قضیې ټول مراحل بشپړ شوي او د شنبې په ورځ به د غور لپاره اړوندې څارنوالۍ ته ولیږي؛ ترڅو دغه دوسیه د تعقیب لپاره استناف محکمې ته واستول شي:

"د فرخندې د وژنې دوسیه خپل قضایي او اداری پړاوونه بشپړ کړي او انشاءالله د شنبې په ورځ موږ دغه دوسیه رسماً اړوندې څارنوالۍ ته لیږو که چېرته هغوی غوښتل؛ کولای شي چې استناف غوښتنه پرې وکړي او د کابل استناف محکمې ته ورکړي."

د کابل ابتدایه محکمې څو ورځې مخکي د پولیسو یوولس منسوبین چې د فرخندې په وژنه کې په وظیفوي غفلت مجرم وو؛ په یوـ یو کال بند محکوم کړل.

همدارنګه دغې محکمې د فرخندې د وژلو په تړاو څلورو ملکي کسانو ته د اعدام او اتو نورو ته د شپاړس کلونو بند سزا اعلان کړه او اتلس نور یې بې ګنا وبلل.

په عین حال کې د کابل د جنایي تحقیقاتو مشر فرید افضلي ازادي راډيو ته وویل چې د فرخندې په قتل کې د نورو تورنو کسانو د نېولو لپاره هم د دوی جدي هڅې روانې دي:

"د فرخندې د قتل د عاملینو په اړه کشفي کارونه روان دي؛ ترڅو پاتې کسان چې په تېښته بریالي شوي دي؛ هغوی ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي؛ نو په دې برخه کې به هېڅ ډول بې غوري و نه شي."

۲۷کلنه فرخنده د ۱۹۳۹ کال د حوت میاشتې په ۲۸مه نیټه په کابل کې د قرآن کریم د سوځولو په تور د یو شمېر کسانو له خوا ووژل او بیا وسوځول شوه.

د مدني ټولنې یو شمېر غړي او عام افغانان بیا له راتلونکو دوو محکمو څخه غواړي چې د فرخندې د وژل کېدو په برخه کې عادلانه پرېکړې وکړي.

XS
SM
MD
LG