د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

عبدالرحيم وايي په خپلو نويو لاسونو يې اول ”افغانستان“ وليکه


عبدالرحيم هغه افغان پوځي دى چې په هند کې ورته روانه ميلادي مياشت د بل انسان لاسونه په برياليتوب پيوند شول. دى لومړى افغان دى چې دواړه لاسونه ورته په بريا پيوند کېږي.

دى وايي په يوازې سره يې شا و خوا ٢٠٠٠ ماينونه شنډ کړي او لاسونه يې په ٢٠١٢م کال کې په کندهار ولايت کې د ماين د شنډولو پر مهال غوڅ شول.

عبدالرحيم چې وايي د پخوا غوندې په عادي بڼه ليکل کولاى شي، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې پر يوه کتابچه د ازادۍ راډيو نوم هم وليکه.

دغه ويډيو د هغه د يوه دوست په مرسته په ټليفون ثبت شوې ده. احمد شيبر ورنه پوښتنې کوي

عبدالرحيم وايي په خپلو نويو لاسونو يې اول ”افغانستان“ وليکه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:24 0:00

XS
SM
MD
LG