د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

داعش: د رمادي تر نيولو وروسته بل ښارګوټى هم ونيوه


د اسلامي دولت ډلې د عراق د لویدیځ ولایت انبار د مرکز رمادي ښار له نیولو وروسته یو بل ښارګوټی هم ونیوه.

یوه سیمه ایز قومي مشر شیخ الفهدوي نن وویل، وسله والو تیره شپه د حسیبه ښارګوټی هم ونیوه.

شیخ وایي، قومي جنګیالي او پولیس وروسته له هغې له ښارګوټي څخه ووتل چې جنګي مهمات یې خلاص شول.

حسیبه د رمادي ښار د ختیځ په ۷ کیلومیترۍ کې پروت دی.

د اسلامي دولت وسله والو تېره شپه د عراق او سوریې ترمنځ د پولې مهمه دروازه نیولې وه او عراقي ځواکونه له سیمې وتلې دي.

څیړونکې وایي، د الولید سرحدي دروازې په نیولو سره چې دا هم په انبار ولایت کې ده، د اسلامي دولت ډله به د سوریې او عراق له پولې څخه په آسانۍ سره وسله وال ، وسلې او مهمات انتقال کړي.

د عراق حکومت پلان لري چې د ایران پلویو شیعه ملیشو په مرسته په انبار ولایت یوه ستره تهاجمې حمله وکړې.

د عراق د صدراعظم مرستیال صالح المطلق په اردن کې د منځنې ختیځ د اقتصادي مشریزې غونډې په څنګ کې رویترز آژانس ته وویل:

”په انبار کې چې څه پیښ شوې، یو مصیبت دی او بیا به تکرارنشي. د انبار سقوط ددی ښکارندوې دی چې د اسلامي دولت ډلې هلته واک ټینګ کړی. هر څومره ژر چې کیږې ، مونږ باید انبار بیرته ونیسو، مخکې له هغې چې وسله وال دا ولایت ویجاړ کړي او قربانۍ به یي ډیرې سترې وې“

په عین حال کې د اسلامي دولت وسله والو د سوریې په پالمیرا ښار کې خپل واک پراخ کړی او له ۱۷ کسانو څخه یې سرونه پرې کړې دي. پر دې کسانو تور لګول شوی و چې د بشار الاسد رژیم ته یې کار کاوه.

وسله والو دغه راز د دې ښار پر لرغونو او تاریخي اثارو هم واک حاصل کړی، خو د له منځه وړلو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکو ډله وایي، د اسلامي دولت وسله وال دا مهال د سوریې له نیمایي څخه په زیاتې برخې واکمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG