د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

ولسمشر غني وايي له ای.اېس.ای سره د هوکړه لیک پر متن به له سره غور کیږي


یوه حکومتي منبع وايي، افغان ولسمشر دا منلې چې د افغانستان او پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په اړه د شوي تفاهم لیک پر متن به له سره غور کیږي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي؛ آزادي راډیو ته وویل چې ولسمشر له یو شمېر جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د پنجشنبه ورځې په ناسته کې د دې تفاهم لیک پر ځینو موادو بحث وکړ او په نتیجه کې یې پرېکړه وکړه چې له تفاهم لیک څخه به هغه مواد لیرې کیږي چې د اختلاف وړ دي.

د دې سرچینې په خبره د پاکستان د استخباراتي ادارې ای. اېس. ای له خوا د افغانستان د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه؛ له آزادي غوښتونکو سره مبارزه او د دواړو هېوادونو له خوا یو د بل په خاوره کې د استخباراتي ادارو پرانستل هغه د اختلاف وړ مواد وو چې بحث ورباندې وشو او ښایي له متن څخه لېرې شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي او د ارګ د مشورتي غونډې یوه ګډونوال قاضي محمد امین وقاد؛ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د دغو کسانو وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل چې د دغه تفاهم لیک مسوده نهایي نه ده او په متن کې یې اصلاحات راتلای شي.

د ښاغلي وقاد په خبره، د غونډې ډېرو ګډونوالو د هغې مادې پر حذف ټینګار کاوه چې د آزادي غوښتونکو اصطلاح په کې کارول شوې وه؛ ځکه د دوی په وینا، افغانستان آزادي غوښتونکي نه لري:

"په دې تفاهم لیک کې اصلاحات راځي. هلته یوه ماده ده چې وسله وال مخالفین او آزادي غوښتونکي په کې ذکر شوي؛ نو موږ وویل چې په افغانستان کې آزادي غوښتونکي نشته او دا کلمه په مشترکاتو کې نه راځي؛ نو ځکه باید دا ونه اوسیږي. بناءً په دې برخه کې قناعت وشو او ولسمشر وویل چې اصلاحات به په کې راولي او دا مساله به تعقیب کړي."

د راپورونو له مخې د پاکستان له استخباراتي ادارې ای. اېس. ای سره د معلوماتو د تبادلې تفاهم لیک تېره اونۍ وروسته له هغه لاسلیک شو چې د پاکستان صدراعظم او د هغه هېواد د استخباراتو د ادارې مشر کابل ته سفر وکړ.

سره له دې چې په افغاني رسنیو کې د دې تفاهم لیک د لاسلیک تر افشا کېدو وروسته یو شمېر افغان جهادي مشرانو؛ ملي شورا او مدني ټولنو د افغان حکومت له دې پرېکړې سره سخت مخالفت وښود او هغه یې تر ډېره د پاکستان په ګټه وباله؛ خو د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان د پوځ ویاند دغه کار وستایه.

د سیاسي مسایلو یوه افغان کارپوه جاوید کوهستاني آزادي راډیو ته وویل چې له دې تفاهم لیک سره سخت مخالفتونه د دې لامل شو چې افغان ولسمشر دې ته اړباسي چې د تفاهم لیک پر متن له سره غور وشي:

"که د دې تفاهم لیک له لاسلیک کېدو څخه د پاکستان هدف د ډیورنډ دواړو غاړو ته د تروریزم او افراطې ډلو پر وړاندي مبارزه وي چې ډېری یې د پاکستان په لوري کې میشت دي؛ نو دا لاسلیک سم کار دی؛ خو په دې تفاهم لیک کې له تروریزم سره د مبارزې ورهاخوا داسې څه ځای شوي چې د عمومي افکارو او فشارونو له کبله افغان حکومت اړ شو هغه متن بدل کړي."

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دې تفاهم لیک پر وړاندې د مخالفتونو په غبرګون کې ویلي وو چې افغانستان په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې هم له پاکستان سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

تر اوسه د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای. اېس. ای تر منځ د دغه تفاهم لیک متن نه دی خپور شوی.

XS
SM
MD
LG