د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

نیازی: که ولسي پاڅونونه ښه مدیریت شي، ګټور تمامېدای شي


په افغانستان کې د نا امنیو مخ په زیاتېدونکې شدت خلک دې ته اړ کړي دي؛ څو په خپله د امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شي.

په تر ټولو تازه مورد کې د بدخشان خلکو؛ سیمه ییزو چارواکو او په ملي شورا کې د دغه ولایت استازیو پرېکړه کړې چې که وسله وال مخالفین سوله و نه کړي؛ نو ولس به یې پر وړاندې وسله واخلي.

خو په افغانستان کې د ولسي پاڅونو پخوانیو تجربو ته په کتو د بدخشان د خلکو او سیمه ییزو چارواکو دا پرېکړه به څومره ګټوره تمامه شي؟

همدا موضوع مې په ولسي جرګه کې د بدخشان له استازې عبدالولي نیازي سره مطرح کړه:

"که ولسي پاڅونونه مدیریت نه شي، نو هېڅ کله به د خلکو په خیر نه وي. خو که ښه مدیریت او تنظیم شي چې د حکومت او خلکو لپاره سرخوږی جوړ نه کړي؛ نو کولای شي په اوسنیو شرایطو کې له افغان حکومت سره چې په کورنیو او سلیقوي اختلافاتو کې سوځي؛ مرسته وکړي."

ښاغلی نیازي وايي، په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه د امنیت په خوندي کولو کې پاته راغلي دي؛ نو ځکه پرېکړه شوې چې د اړتیا په صورت کې د حکومت په ملاتړ یو ولسي ځواک رامنځ ته کړي.

له دې وړاندې د بلخ سرپرست والي او د جمعیت ګوند اجراییوي مسوول عطا محمد نور هم ویلي وو چې که حکومت د افغانستان د شمال امنیت ته پام و نه کړي؛ نو دی به د خلکو لویې ډلې راټولې او د هغې سیمې مستقلانه دفاع به وکړي.

په بدخشان کې د وسله والو پر وړاندې د ولسي پاڅون موضوع څه نوې خبره نه ده.

له دې وړاندې په غزني، کونړ، کندهار، لوګر، کندز او ځينو نورو ولایتونو کې هم دا ډول اقدامات شوي.

د لومړي ځل لپاره درې کاله وړاندې د غزني په اندړو کې خلک د وسله والو مخالفینو پر وړاندې ودرېدل چې د همدې سیمې د پاڅون کوونکو په خبره؛ د دوی دا کار د افغانستان د نورو سیمو خلکو ته یو الهام شو.

خو د اندړو پاڅون کوونکي شکایت کوي چې حکومت ورسره لازمه همکاري ونه کړه؛ نو ځکه دوی زیات تلفات ورکړل.

د دغو پاڅون کوونکو یو غړي فیضان الله فیضان له ازادي راډيو سره خبرو کې د نورو سیمو پاڅون کوونکو ته خپل پيغام داسې بیان کړ:

"زموږ مشوره اوس دا ده چې هېڅ څوک باید دا کار و نه کړي. ځکه چې موږ دا کار کړی، خو متاءسفانه همداسې هېر شوي او شاته پاته شوي دي. له کونډو او یتیمانو سره یې مرسته نه ده شوې او همداسې یې په میدان پرې ایښي."

وسله وال طالبان بیا د دوی پر وړاندې د خلکو پاڅون ردوي او هغه د اربکیانو کار بولي.

ومو غوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر راواخلو خو بریالي نه شوو.

اخوا د افغانستان د دفاع وزارت د وسله والو پر وړاندې د ولسي پاڅون د ملاتړ خبره کوي.

خو د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې په خپله حکومت کافي ځواکونه لري او کولای شي امنیت ټینګ کړي:

"د دفاع وزارت په خپله دا توان لري چې په نا امنو سیمو کې عملیات وکړي. یو هغه د خلکو پاڅونونه دي چې له هغې نه موږ ملاتړ کوو. خو له غیر مسووله وسله والو نه دفاع وزارت ملاتړ نه کوي."

خو له دې ټولو سره سره افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني تل پر دې ټینګا کړی چې د قوې مشروع استعمال یوازې او یوازې د افغان امنیتي ځواکونو صلاحیت دی.

کارپوهان هم حکومت ته سپارښتنه کوي چې پرې نه ږدي ملیشه یا غیر مسووله وسله وال د امنیت له خلا څخه استفاده وکړي او خلکو ته په راتلونکي کې بل سرخوږی جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG