د افغانستان د بشر د حقوقو کمیسیون او دیني عالمان په ټولنیزو رسنیو کې د هغو انځورونو او ویډیویې کلپونو خپرول د اسلام او نړېوالو قوانینو خلاف بولي؛ چې په کې د مخالفینو مړي او یا د افغان سرتیرو د سرونو غوڅیدل ښکاري.
په ټولنیزو رسنیو کې د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو د وژل شویو غړیو د تصویرونو او ویډیوګانو خپرول د جګړې او انتقام اخیستلو لامل او که د مقابل لورې تضعیفول؟
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون په دې باور دی چې دا کار په افغانستان کې د ښکیلو خواوو د انتقام اخیستلو روحیه پیاوړې کوي او د سولې لپاره لیوالتېا راکموي.
د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډیو ته وویل؛ دا کار چې هر څوک یې کوي، د اسلام او نړېوالو قوانینو خلاف دی.
"په ټولنیزو سایټونو کې په بد شکل د هغوی د تصویرونو خپرول مخالفین د هغو دولتي کسانو پر وړاندې شدید عمل او عقده یې چلند ته هڅوي چې له مخالفینو سره اسیران کیږي یا د جګړې په میدان کې وژل کیږي."
ښاغلي بیدار دغه راز وویل چې د مخالفینو مړو او جنګي اسیرانو ته سپکاوی د افغان حکومت پالیسي نه ده او باید مخه یې ونیول وشي.
په وروستیو کې ځینو کسانو او سیمه ییزو چارواکو په بدخشان کې د مخالفینو له لورې د افغان ځواکونو تر وژنې وروسته؛ له دغو ځواکونو څخه د ملاتړ په دود په ټویټر او فیسبوک پاڼو کې د مخالفینو د مړو انځورونه خپاره کړل.
یو شمېر نورو بیا د افغان ځواکونو د سرپرې کولو ویډیو ګاڼې خپرې کړې چې خلکو یې پر وړاندې سخت غبرګون و ښود.
خو دینې عالمان وايي، دا کار د جزایي فقې خلاف کار دی او په هېواد کې د جګړو د مخنیوي لپاره یې باید مخنیوی وشي.
د عالمانو د شورا غړی مولوي عزیز الله مفلح له آزادي راډیو سره خبرو کې په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:
"په انټرنټ، فیسبوک او ټویټر کې د مخالفینو د مړو د عکسونو خپرول مستقلانه جزا ګڼل کیږي. دا په دې معنی ده چې یو کس ته دوه ځله جزا ورکړل شي چې دا د اسلام د جزایي فقې له اړخه سم کار نه دی.
مسلمان ځوانان دواړو اړخونو ته باید انساني کرامت په پام کې ونیسي. د اسلامي قوانینو له مخې د مړو د انساني کرامت ساتل که هغه کافر هم وي؛ محفوظ دی."
د اسلامي او نړېوالو قوانینو له مخې، په جګړه کې ښکیلې غاړې باید د جنګي اسیرانو او د مخالف لورې مړو ته سپکاوی و نه کړي.
اوس د دفاع وزارت وايي، که حکومتي چارواکو دا کار کړی وي؛ نو په اړه به یې پلټنې وکړي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وايي چې دفاع وزارت په دې برخه کې نړېوال قوانین منلي او عملي کولو ته یې ژمن دی:
"دفاع وزارت داسې پالیسي نه لري چې د مخالفینو هغه کس چې په جګړه کې وژل کیږي؛ موږ د هغه انځورونه خپاره کړو یا هغه کسان چې اسیران کیږي؛ ورته بې احترامي وشي یا هم ټپي شوي کسان یې معالجه نه شي. دفاع وزارت ټول نړېوال میثاقونه او د حقوق بشر قوانین منلي او ورته احترام کوي."
افغان څیړونکي وايي چې د جګړو د ښکېلو خواوو مړو ته بې احترامي کول؛ د غچ اخیستنې فرهنګ رامنځ ته کوي او ناوړه نتیجه لري.
دوی وايي، حکومت باید اجازه ورنه کړي چې فرصت طلبه کسان په دا ډول غیر مسوولانه اقداماتو سره په افغانستان کې د جګړې اور بل و ساتي.