د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

امنیت شورا له ISI سره د هوکړه لیک په اړه غبرګونونه خواشینوونکي وبلل


د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند نجیب منلی
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند نجیب منلی

د ملي امنیت شورا وايي، هغه غبرګونونه چې په افغانستان کې د ملي امنیت د ادارې او د پاکستان د پوځي استخباراتو ای.اېس.ای ترمنځ د تفاهم لیک په اړه څرګند شول؛ تر ډېره حده خواشینوونکي او مخکې له وخته وو.

د دې ادارې ویاند، نجیب منلي پرون (شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې د داسې مهم امنیتي سند په اړه باید د شایعاتو او اوازو پر اساس خبرې ونه شي.

د ښاغلي منلي په وینا، د دې تفاهم لیک په څېر مهم اسناد باید پټ پاتې شي او افشا کېدل يې حتی د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښولای شي:

((له بده مرغه، په افغانستان کې سیاسیون مخکې تر دې چې ځان په خبره وپوهوي؛ غبرګون څرګندوي. په حقیقت کې، د دوو هېوادو ترمنځ د همکارۍ داسې هوکړه لیکونه عادي مساله ده او په منظم ډول لاسلیک کیږي.

داسې اسناد باید سري پاتې شي. داسې بې مسوولیته حرکتونه کیږي او د داسې مهمو اسنادو افشا کېدل حتی د افغانستان امنیت له خطر سره مخامخ کولاي شي.))

د نجیب منلي په وینا، د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او ای.اېس.ای ترمنځ د امنیتي همکاریو د دې تفاهم لیک متن له تخنیکي پلوه کتل شوی او د سیاسي کتنې لپاره به د دواړو هېوادو په مسوولو ادارو کې وکتل او وروسته لاسلیک شي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د تفاهم لیک پر اساس به دواړه ادارې په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد ګډه مبارزه کوي او استخباراتي معلومات به شریکوي.

ښاغلي منلي د اجراییه رییس د ویاند دا ادعا هم بې اساسه وبلله چې د ملي امنیت شورا ښايي د تفاهم لیک په هغه متن کې چې ولسمشر او اجراییه رییس موافقه ورباندې کړې وه؛ لاسوهنې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند ټینګار وکړ چې دا اداره د امنیت په اړه د حکومت په چارو کې د همږغۍ رامنځ ته کولو لپاره ده او په تخنیکي مسایلو کې مداخله نه کوي.

د افغانستان او پاکستان د امنیتي ادارو ترمنځ د تفاهم لیک متن به تر سیاسي څيړنې او تایید وروسته؛ لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG